Home » افغانستان » بې‌پولې ډاکټران: افغان کډوال د نیول کېدو له وېرې درملنې ته نه ځي
بې‌پولې ډاکټران

بې‌پولې ډاکټران: افغان کډوال د نیول کېدو له وېرې درملنې ته نه ځي

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان (IFRP) د افغان کډوالو پر ژوند او روغتیايي خدمتونو منفي اغېز کړی دی. دغه سازمان ویلي، ډېری افغان کډوال د نیول کېدو، د اسنادو د پلټنې او جبري ایستلو له وېرې روغتیايي مرکزونو ته نه ورځي او یا هم خپله درملنه ځنډوي، چې له امله یې د مخنیوي وړ روغتیايي ستونزې زیاتې شوې دي.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوال دې په زور افغانستان ته نه لېږي او هغه افغانان چې د جګړو، ناامنۍ یا نورو خطرونو له امله نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري، باید له ایستلو معاف شي او د هغوی لپاره ځانګړي قانوني اسانتیاوې برابرې شي.
ياد سازمان همداراز له نورو هېوادونو هم غوښتنه کړې چې افغان کډوال دې په جبري ډول افغانستان ته نه ستنوي، ځکه د سازمان په وینا، ځینې کډوال لا هم مرستې او خوندیتوب ته اړتیا لري.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو میاشتو کې یې د بلوچستان ایالت د کوټې ښار په بېلابېلو سیمو کې ګرځنده روغتیايي کلینیکونه فعال کړي وو. د دغو کلینیکونو د ارزونو پر بنسټ، د درملنې لپاره ورغلو ماشومانو نږدې درېیمه برخه په حادې خوارځواکۍ اخته وه.
د معاینې شوو ماشومانو له ډلې ۷.۶ سلنه په شدیدې او ۲۵.۷ سلنه په منځنۍ حادې خوارځواکۍ اخته وو، او د خوارځواکۍ لرونکو ناروغانو نږدې ۹۰ سلنه افغان کډوال وو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې د نیول کېدو او جبري ایستلو ویره نه یوازې د کډوالو روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د هغوی د کار، عاید او د کورنیو د ژوند پر وضعیت هم منفي اغېز کوي. د سازمان په وينا، د نړیوالو بشري اصولو له مخې باید د افغان کډوالو خوندیتوب تضمین شي او هغوی ته روغتیايي او بشري خدمتونو ته خوندي او بې‌خنډه لاسرسی برابر شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران: کرمان غواړي د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پُل شي

د ایران د کرمان د ...