Home » افغانستان (page 189)

افغانستان

غني: د هېواد پرېښودو په اړه مې هېڅ فکر نه و کړی

مخکيني ولسمشر محمد اشرف له بي‌بي‌سي سره په تازه مرکه کې چې ټاکل شوې نن د پنج‌شنبې په ورځ د (مرغومي په ۹مه) خپره شي ويلي، له هېواد څخه د وتلو پرېکړه يې ناڅاپي وه. نوموړي زياته کړې، له هېواد څخه يې د وتلو په اړه يې هېڅ فکر نه ...

Read More »

لوموي هبت‌الله: اسلامي امارت ځواکونه دې د بښنې فرمان په غوڅ ډول عملي کړي

د کندهار ځايي رسنيو خبر ورکړی چې د طالبانو رهبر مولوي هبت‌الله اخندزاده د دغه ولايت له يو شمېر چارواکو سره لېدلي او په ياده لېدنه کې يې يو لړ لارښوونې هم کړې دي. د رسنيو د مالوماتو له مخې، مولوي هبت‌الله سپارښتنه کړې چې د اسلامي امارت ځواکونه دې ...

Read More »

رينا اميري د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د امريکا ځانکړې استازې ټاکل شوې

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن خبر ورکړی چې افغاني‌الاصله امريکايۍ ميرمن رينا اميري يې د افغانستان لپاره د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې د بهرنيو چارو وزارت ځانکړې استازې ټاکلې ده. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، ميرمن اميري په دې برخه کې ...

Read More »

ګورډن براون: لوېديځ په افغانستان کې د بشري ناورين مهارولو پر ځای په خوب وېده دی

د برېتانيې پخوانی لومړی وزير ګورډن براون په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت د اندېښنې وړ بولي او زياتوي چې لوېديځ په دغسې يوه وضعيت کې هم وېده دی. نوموړي The Times Red Box په نوم يوې نشريې ته لېکلي، دا مهال د افغانستان له نيمايي زيات وګړي په لوږه ...

Read More »

“تر راتلونکو څو ورځو به د کابل په ګډون ۱۵ ولايتونه د برېښنا له کمښت سره مخ وي”

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په ازبکستان د تخنيکي ستونزې پيدا کېدو له امله افغانستان ته د نوموړي هېواد د وارداتي برېښنا اندازه کمه شوې ده. دې شرکت نن چهارشنبه د (مرغومي په ۸مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د يادې تخنيکي ستونزې له امله افغانستان ته له ...

Read More »

فرانس پرېس: د افغانستان لپاره ۲۰۲۱ زېږديز کال له ننګونو ډک و

د فرانسې خبري ژانس په يوه څېړنيز راپور کې د افغانستان وضعيت ته کتنه کړې او په کې يې د ۲۰۲۱ زېږديز کال په ترڅ کې د افغانستان وضعيت ارزولی دی. په دې راپور کې راغلي، دا مهال افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې د ژمې له ...

Read More »

پوتين: د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله د امنيتي تهديدونو اندېښنه پر ځای ده

د روسيې ولسمشر ولادي مير پوتين يو وار بيا د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله د امنيتي تهديدونو په اړه اندېښنه ښودلې زياته کړې يې ده، چې ياد تهديدونه د روسيې متحدانو پر وړاندې ننګونه ده. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشر پوتين دا څرګندونې د ...

Read More »

انس حقاني: د حکومتولۍ لپاره بايد د تنګ نظرۍ پر ځای پراخه سينه موجوده وي

د اسلامي امارت غړی انس حقاني وايي، د اسلامي امارت له لوري د واک له نيولو سره سم عمومي بښنه اعلان شوې او له پخوانيو مطرحو څېرو سره لېدنې بايد د اسلامي امارت پر مسوولانو د بې‌باورۍ په مانا نه وي. نوموړي چې نن دوشنبه د (مرغومي په ۶مه) يې ...

Read More »

ستانکزی: نور بايد جګړه بنده او پر ځای يې د داخلي ستونزو پر حل کار وشي

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېر محمد عباس ستانکزی وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغانستان له يوې بلې جګړې وژغورل شي او داخلي ستونزو ته د حل لارو پر پيدا کولو فکر وشي. نوموړي چې نن دوشنبه‌ د (مرغومي په ۶مه) يې په لوګر کې پر ...

Read More »

“د برېتانوي ځواکونو له نيمايي زيات افغان همکاران لا هم په افغانستان کې اېسار پاتې دي”

اينډيپېنډنټ ورځپاڼې په يوه تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، لا هم زيات شمېر هغه افغانان په افغانستان کې اېسار پاتې دي چې په تېرو کلونو کې يې له برېتانوي سرتېرو سره په دغه هېواد کې همکاري کړې ده. د راپور له مخې، دغه کسان ژباړونکي او اداري کارکوونکي دي ...

Read More »