Home » افغانستان (page 188)

افغانستان

چين: امريکا په افغانستان کې د بشر او ښځو له حقونو د پلمې په توګه استفاده کوي

په کابل کې د چين سفير وانګ يوو وايي، چې امريکا په افغانستان کې يو لړ بشري مسايل د پلمې په توګه جدي نيسي او په دې توګه د غچ اخيستلو هڅه کوي. نوموړي پرون شنبه د (مرغومي په ۲۵مه) د کورنيو چارو له سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني سره د ...

Read More »

د پاکستان مرکزي بانک د افغانستان لپاره د مرستې صندوق د خلاصولو پرېکړه رد کړه

د پاکستان مرکزي بانک د دغه هېواد د حکومت هغه پرېکړه رد کړې چې پر بنسټ يې افغانستان ته د مرستې راټولو يو صندوق بايد پرانېستل شوی وی. دې بانک ويلي، چې دا اقدام يې د پيسو پر ناقانونه لېږد او سپينولو د څار نړيوالې ادارې يا FATF اصولو ته ...

Read More »

مجاهد: راتلونکی کال ښايي د نجونو ټول ښوونځي پرانيستل شي

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي، حکومت هڅه کوي چې راتلونکی پسرلی په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانيزي. نوموړي له اسوشيېيټيډ پرېس اژانس په مرکه چې پرون شنبه د (مرغومي په ۲۵مه) خپره شوي ويلي، تمه ده چې حکومت به د نوي لمريز کال د وري ...

Read More »

مجاهد: ماليه ورکوونکي دې د ماليې په ورکولو سره له نظام د ملاتړ مسووليت ادا کړي

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي، حکومت د مالياتو راټولولو او دغه راز په ټولو مالي برخو کې رڼوالي ته ژمن دی او هېڅ ډول بې باوري وجود نه لري. نوموړي چې نن شنبه د سوداګرۍ وزارت له لوري د مالياتي اوونۍ د پيل په مراسمو کې يې خبرې ...

Read More »

پښتين: پاکستان دې له ترهګرۍ د ملاتړ له امله، د ترهګرۍ خلاف شعار نه ورکوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ پرون جمعه د (مرغومي په ۲۴مه) په اسلام‌اباد کې د دغه غورځنګ مخکښانو علي وزير، حنيف پښتين، وېس ابدال او نور نيول شوو غړو د خلاصون په موخه لاريون وکړ. په دې لاريون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلويانو سربېره د پاکستان د بشري حقونو ...

Read More »

عمران خان افغانستان ته د متخصصانو د لېږلو سپارښتنه کړې

د پاکستان لومړي وزير عمران خان خپل حکومت ته سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې د بشري ناورين د کنټرول او مديريت په موخه دې، ياد هېواد ته په بېلابېلو برخو کې يو شمېر متخصصان ولېږي. نوموړي دا سپارښتنه پرون جمعه د (مرغومي په ۲۴مه) کړې ده. عمران خان زياته ...

Read More »

پاکستان: د ډيورنډ پر کرښه د اغزن سيم غځولو کارونه به له طالبانو سره په موافقه بشپړ شي

د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد وايي، پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم د غځولو چارې تر ډېره بشپرې شوي او يوازې پاتې لږه برخه به يې هم له طالبانو سره په موافقه بشپړه شي. نوموړي په پرون جمعه د (مرغومي په ۲۴مه) په اسلام‌اباد کې خبريالانو ته ...

Read More »

بلېنکن: له نړيوالو بنسټونو سره په افغانستان کې خپلې هڅې همغږي کوو

رویداد خبري آژانس

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن وايي، هېواد يې له عامو افغانانو څخه ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي چې په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي. نوموړي نن شنبه د (مرغومي په ۲۵مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري برخې له مسوول ...

Read More »

عمران خان: نړيواله ټولنه دې په افغانستان کې د بشري ناورين مخه ونيسي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو وار بيا په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت ته په پام سره، پر نړيوالې ټولنې د جدي همکارۍ کولو غږ کړی دی. نوموړي نن چهارشنبه د (مرغومي په ۲۳مه) په خپل ټوېټر کې د ملګرو ملتونو له لوري افغانانو ته د بشري مرستو ...

Read More »

چارواکي: افغانستان کې حکومت د نړيوال رسميت معيارونه پوره کړي

د افغانستان چارواکو خبر ورکړی چې دامهال حکومت د نړيوال رسميت په موخه وضعه شوي معيارونه پوره کړي او ژر به د نړيوالو له لوري په رسميت وپېژندل شي. دا څرګندونې په اسلام‌اباد د افغانستان سفير سردار شکېب احمد پرون چهارشنبه د (مرغومي په ۲۲مه) يوې غونډې ته کړې دي. ...

Read More »