Home » افغانستان (page 200)

افغانستان

شمالي وزيرستان کې د ځمکې پر سر قومي شخړې له امله ۶ تنه وژل شوي

د شمالي وزيرستان اوسېدونکي وايي، په ميرعلي کې د عيدک او بوراخېلو دوو قبيلو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې او په ترڅ کې يې ۶ تنه وژل شوي دي. ځايي اوسېدونکو ويلي چې په وژل شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دی. دوی ټينګار کړی چې ...

Read More »

د پښتون ژغورنې غورځنګ په سبانۍ لويه غونډه کې پر څه خبرې کېږي؟

ټاکل شوې چې سبا يک‌شنبه د (لېندۍ په ۲۱مه) چې د روانې ډيسمبر له ۱۲مې سره برابره ده، پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي وزيرستان اړوند په ټانک سيمه کې لويه ولسي غونډه ترسره کړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي اسد قرار له رويداد خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، ...

Read More »

اردوغان: افغانانو ته د بشري مرستو رسول د ترکيې لومړيتوب دی

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي، دامهال افغانستان جدي بشري مرستو ته اړتيا لري او په خبره يې افغانانو ته د بشري مرستو رسول د ترکيې په لومړيتوبونو کې ځای لري. نوموړي دا څرګندونې پرون جمعه د (لېندۍ په ۱۹مه) په استامبول کې د اسلامي همکاريو سازمان د غونډې ...

Read More »

نړيوال بانک: افغانستان ته به په نږدې راتلونکي کې ۲۸۰ ميليونه ډالر ولېږدول شي

نړيوال بانک خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته د ۲۸۰ ميليونه ډالرو په اندازه د دغه هېواد د کنګل شوې شتنۍ برخه انتقال شي. د ياد بانک په خبره، دا پيسې به په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونیسف او ...

Read More »

معيد يوسف: پاکستان له هېچا سره د افغانستان په قضيه کې مرسته او همکاري نه ده کړې

د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف په افغانستان کې وروستيو تحوولاتو ته په اشارې سره ويلي، هېواد يې له هېڅ کوم لوري سره په يادو تحوولاتو کې مرسته او همکاري نه ده کړې. نوموړي په افغانستان کې روان وضعيت ته په پام له بي‌بي‌سي انګليسي سره په تازه خبرو ...

Read More »

کړکېچ نړيواله ډله: که له افغانستان سره مرسته ونه شي، سږ ژمی به يو مېليون خلک په کې له يخنۍ مړه شي

د کړکېچ نړيواله ډله د يوې ترسره کړې څېړنې د پايلو پر بنسټ وايي، که له افغانستان سره اړينې مرستې او همکارۍ ونه شي نو د دې امکان شته چې د سږني ژمي پرمهال د يخنۍ په ترڅ کې يو ميليونه افغانان ژوند وبايلي. دې ادارې پر نړيوالې ټولنې غږ ...

Read More »

بدخشان کې د طالبانو يو مهم قومندان د خپل ساتونکي له لوري وژل شوی

انډيپنډېنټ ورځپاڼې خبر ورکړی چې په بدخشان کې د اسلامي امارت يو تن مهم قومندان د خپل يوه ساتونکي له لوري د چهارشنبې په ورځ د (لېندۍ په ۱۷مه) وژل شوی دی. يادې ورځپاڼې د سرچينو په حواله د وژل شوي قومندان نوم نجم‌الدين فايض ياد کړی او ويلي يې ...

Read More »

ازبکستان: په افغانستان کې موجوده وضعيت نه اېجابوي چې نړيوال فشارونه دې پرې زيات شي

د ازبکستان چارواکو په افغانستان کې د موجوده بشري وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د ياد بشري وضعيت پايلې مناسبې نه دي او بيه به يې درنه وي. د دغه هېواد بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف ويلي، دامهال په افغانستان کې بشري وضعيت دا نه ...

Read More »

ملا هبت‌الله: چارواکي دې له هېواد د افغانانو د وتنې مخنيوي په موخه د دوی ستونزې واوري

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله له افغانستان څخه د ځوانانو وتلو په اړه اندېښنه ښودلې او د يادې لړۍ د مخنيوي په موخه يې په ټولو ولايتو کې واليانو، ديني عالمانو او نورو ولايتي چارواکو ته لارښوونې کړي دي. د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد پرون ماښام د (لېندۍ په ...

Read More »

صالح: د طالبانو له لاسه د افغانستان نږدې ټول خصوصي بانکونه سقوط شوي

مخکينی مرستيال ولسمشر امرالله صالح يو ځل بيا اسلامي امارت د بانکونو له مالکانو سره پر زور زياتي تورنوي او وايي، د همدې زور زياتي له کبله د افغانستان نږدې ټول خصوصي بانکونه سقوط شوي دي. نوموړي نن سې‌شنبه د (لېندۍ په ۱۶مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، طالبانو په پټه ...

Read More »