افغانستان د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هغه څرګندونې رد کړې چې ويلي يې دي، په افغانستان کې د ترهګرۍ د روزنې مرکزونه فعال دي او له هغه ځايه د تاجسکتان امنيت ګواښي. د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي تازه په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، هغه ...
Read More »باجوه: افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لپاره بشپړ ميکانېزم ته اړتيا ده
د پاکستان د پوځ لوی درستز جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، په افغانستان کې وبشري وضعيت ته په پام سره اړتيا ده چې د مرستو رسولو لپاره بايد يو بشپړ ميکانېزم رامنځته شي. نوموړي دا څرکندونې پرون دوشنبه د (مرغومي په ۲۰مه) د سعودي عربستان د دفاع وزارت له سلاکار ...
Read More »امام علي رحمان: په افغانستان کې لا هم د ترهګرو د روزنې لسګونه مرکزونه موجود دي
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي، د تاجکستان استخباراتي مالومات ښيي چې لا هم په افغانستان کې د ترهګرۍ د روزنې ۴۰ مرکزونه فعال دي. نوموړي دا څرګندونې پرون دوشنبه د (مرغومي په ۲۰مه) د ګډ امنيتي تړون سازمان غړو هېوادونو په غونډه کې کړي دي. امام علي رحمان ...
Read More »متقي: په ايران کې له اسماعېل خان او احمد مسعود سره لېدنه شوې
د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، په ايران کې يې پر نورو افغانانو سربېره له پخواني جهادي قومندان اسماعېل خان د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود سره ليدلي دي. نوموړي نن دوشنه د (مرغومي په ۲۰مه) له ايران څخه کابل تر راستنېدو وروسته خبريالانو ته ويلي، اسماعېل ...
Read More »ايران: په افغانستان کې د ټولګډونه دولت جوړول يوه جدي اړتيا ده
د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان وايي، په افغانستان کې د يوه پراخ بنسټه او ټولګډونه دولت جوړول د وخت يوه جدي اړتيا ده. نوموړي دا څرګندونې پرون يکشنبه د (مرغومي په ۱۹مه) د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په مشرۍ له پلاوي سره د لېدنې ...
Read More »پاکستان: افغان طالبان دTTP د له منځه وړلو له ازمويښت سره مخ دي
د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د پاکستان په حکومت کې د معتبرو سرچينې په حواله ويلي، د پاکستاني طالبانو يا TTP ختمول په اوس مهال کې د افغان طالبانو لپاره يو عمده او مهم ازمويښت دی. سرچينې زياته کړې، د افغان طالبانو په مشرۍ د افغانستان لنډمهالی حکومت بايد د ...
Read More »ايران کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته حواله کېږي
ځينو ايراني رسنيو راپور ورکړی چې په تهران کې د افغانستان سفير او يو شمېر کارکوونکي له دې هېواد څخه وتلي او اورپا ته تللي دي، چې دې کار د سفارت په کارونو کې خنډ او ځنډ رامنځته کړی. رسنيو زياته کړې، ايران په پام کې لري چې په تهران ...
Read More »“ط.البانو اسماعېل خان ته په حکومت کې د ونډې اخيستو وړانديز کړی”
سپوټنيک خبري اژانس د يوې باوري سرچينې په حواله راپور ورکړی چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي ايران ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان په منځګړيتوب له پخواني جهادي رهبر اسماعېل خان سره لېدلي دي. د راپور ...
Read More »بښنې نړيوال سازمان: د پوهنتون استاذ فېض جلال دې سملاسي خوشی شي
د بښنې نړيوال سازمان په کابل کې د امنيتي ځواکونو له لوري د پوهنتون استاذ فېض جلال نيول کېدل غندلي او ويلي يې دي چې نوموړي د وينا له ازاده په ګټنې سره خپل نظر څرګند و. دې سازمان په خپل ټوېټر کې د يوه پيغام په خپرولو سره له ...
Read More »“تېر کال يو ميلون افغانان له ايران او پاکستان بېرته هېواد ته راستانه شوي”
د کډوالو نړيوال سازمان يا (IOM) وايي، په تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال کې افغانستان ته له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ايران او پاکستان څخه د راستنو شويو افغانانو شمېر يو ميليون کسانو ته رسېږي. نوموړي سازمان په دې اړه نن تازه د (مرغومي په ۱۸مه) خپاره کړي راپور ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس