Home » افغانستان (page 210)

افغانستان

ملګري ملتونه: تر راتلونکي کال پورې ښايي ۵۵ سلنه افغانان د خوړو نشتوالي له بحران سره مخ شي

ملګرو ملتونو يو وار بيا په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زياته کړې يې ده چې د ناسم اقتصادي وضعيت له امله رامنځته شوې پراخې لوږې ته په پام سره ښايي، تر راتلونکي کال پورې ۵۵ سلنه افغانان د خوړو نشتوالي له شديد بحران ...

Read More »

قطر: طالبان دې د افغاني ټولنې ټولو قشرونو ته حکومت کې ځای ورکړي

په داسې حال کې چې قطر د ښځو حقونو د خونديتوب په برخه کې موده وړاندې له طالبانو غوښتي وو چې د نوموړي هېواد له موډل ګټه پورته کړي، اوس يې يو ځل بيا پر طالبانو غږ کړی چې د افغاني ټولنې ټولو قشرونو ته په حکومت کې ونډه ورکړي. ...

Read More »

انتونيو ويتورينو: د افغانانو راتلونکي په اړه خواشينی يم

د ملګرو ملتونو د ګډوالۍ برخې مسوول انتونيو ويتورينو وايي، په افغانستان کې د افغانانو راتلونکي ته له اندېښنې سره دغه هېواد ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته رسوي. نوموړي نن تازه د (لړم په ۱۳مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، وضعيت ته په پام سره د عامو افغانانو ...

Read More »

روسيه: افغانستان ته نږدې د امريکا پوځي حضور د منلو وړ نه دی

روسي چارواکو د افغانستان په اړه په خپلو تازه څرکندونو کې ويلي، د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې دې هېواد ته نږدې د امريکا پوځي حضور د منلو وړ عمل نه دی. د روسيې بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا نن پنج‌شنبه د (لړم په ۱۳مه) خبريالانو ته ويلي، امريکا ...

Read More »

جرمني لومړۍ وزيره او د قطر امير په خپلو کې د افغانستان پر وضعيت غږېدلي

د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل او د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني په  خپلو کې نن پنج‌شنبه د (لړم په ۱۳مه) په افغانستان کې د روان سياسي او بشري وضعيت په تړاو خبرې کړې دي. ناطولي خبري اژانس د جرمني لومړۍ وزيرې د وياند سټيفان سيبرټ له ...

Read More »

محکمې علي وزير د پاکستان د پوځ پر ضد څرګندونو په يوه بله قضيه کې هم تورن ګڼلی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير چې له يوه کال راهيسې د پاکستاني ځواکونو له لوري نيول شوی او دا مهال د محاکمې له پرېکړې پرته په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي، د کراچۍ محکمې له لوري د پاکستان حکومت او په ځانګړې توګه د دغه ...

Read More »

خوړو نړيوال سازمان: له افغانانو سره د مرستې لپاره ۲سوه ميليون ډالرو ته اړتيا ده

د خوړو نړيوال سازمان يا WFP وايي، هڅه کوي چې د روان کال تر پايه هغو اړمنو افغانانو ته کافي مرستې ورسوي چې له دوی سره راجسټر شوي دي. د دې سازمان وياند وحيد اماني بي‌بي‌سي ته ويلي، د نوموړي سازمان له پلان سره سم هغو افغانانو ته چې د ...

Read More »

ملګري ملتونه د افغانستان ښوونځيو ښوونکو ته په مسقيمه توګه معاشونه ورکوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا UNICEF اعلان کړی چې په افغانستان کې د ماشومانو د زده‌کړو له بهير څخه د ملاتړ په موخه، پر يوه داسې سيسټم کار کوي چې له مخې به يې د دولتي ښوونځيو ښوونکو ته په مستقيمه توګه مياشتني معاشونه ورکړل شي. ...

Read More »

پاکستان افغانستان ته د هند مرسته شويو غنمو د لېږد اجازه نه ورکوي

په داسې حال کې چې دامهال د افغانستان له نيمايي ډېر وګړي له لوږې او خراب اقتصادي وضعيت کړېږي، خو د پاکستان حکومت هغو ۵۰زره ټنه مرسته شويو غنمو ته د لېږد اجازه نه ورکوي، چې د هند حکومت يې له افغانستان سره د بشري مرستو په ترڅ کې اعلان ...

Read More »

ارګ ته په لومړي ځل ننوتی طالب قومندان د کابل په وروستي بريد کې وژل شوی

د يو شمېر راپورونو له مخې، د طالبانو هغه قومندان چې د اګسټ په ۱۵مه د لومړي طالب قومندان په توګه ارګ ته ننوت، پرون سې‌شنبه د (لړم په ۱۱مه) پر سردار محمد داوود خان روغتون بريد کې وژل شوی دی. حمدالله مخلص چې په دې وروستيو کې د کابل ...

Read More »