د امریکا د انرژۍ وزارت اعلان کړی چې امریکا او سعودي عربستان له څو کلونو خبرو اترو وروسته د ملکي اټومي انرژۍ هوکړه لاسلیک کړې ده. د دې هوکړې له مخې، سعودي عربستان کولای شي د امریکا د ټکنالوژۍ په کارولو اټومي بټۍ جوړې کړي او د ملکي اټومي پروګرام ...
Read More »زهران ممداني: نتنیاهو باید د جګړې د جرمونو په تور محاکمه شي
د نیویارک ښاروال زهران ممداني ویلي، د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو باید د جګړې د جرمونو په تور محاکمه شي. هغه د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو حکم ته په اشارې ویلي، د نتنیاهو پر وړاندې د لګېدلو تورونو قانوني څېړنه باید ترسره شي. ممداني په یوه ویډیويي ...
Read More »پاکستان د کلدارې د ثبات او اقتصادي پیاوړتیا لپاره له امریکا مرسته غوښتې
پاکستان له امریکا څخه د خپلو بهرنیو اسعارو د زېرمو د پیاوړتیا او د اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره د ۱۰ میلیارد ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې ده. د رویټرز د راپور له مخې، که دا غوښتنه ومنل شي، نو دا به د پاکستان لپاره د بهرنۍ اسعاري زېرمو د ...
Read More »پېټ هېګست: امریکا نه غواړي د عراق او افغانستان په څېر جګړو کې ښکېل شي
د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګست ویلي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره نه غواړي د عراق او افغانستان په څېر په اوږدمهالو او لګښتي جګړو کې ښکېل شي او د ایران په اړه به هم ورته تګلاره خپله کړي. هغه ویلي، د امریکا موخه د نوې جګړې پیل نه، ...
Read More »فرانسه د ماشومانو د خونديتوب لپاره پر ټولنیزو رسنیو محدودیت لګوي
د فرانسې پارلمان د ټولنیزو رسنیو د کارونې په اړه نوی قانون تصویب کړی چې له مخې یې له ۱۵ کلونو څخه کمعمره ماشومان به ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی نهلري. په دې سره فرانسه د اروپايي ټولنې لومړنی هېواد شو چې د استرالیا په څېر یې د ماشومانو لپاره د ...
Read More »د ایران په بریدونو کې نږدې ۱۰۰ امریکايي پوځیان ټپیان شوي
د امريکا نامتو خبري شبکې، سيبياېس نیوز راپور ورکړی، چې د جولای له اوومې نېټې راهیسې د ایران له لوري په منځني ختیځ کې پر بېلابېلو امریکايي پوځي اډو د بریدونو له امله نږدې ۱۰۰ امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي. د امریکايي چارواکو په وینا، د ډېرو ټپیانو حالت جدي ...
Read More »د ایران او امریکا متقابل بریدونه نهمې ورځې ته وغځېدل
د راپورونو له مخې، ایران او امریکا د نهمې پرلهپسې ورځې لپاره هم پر یو بل متقابل بریدونه کړي دي. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) په وینا، امریکايي ځواکونو د ایران پر پوځي قوماندانۍ، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پر اډو او هوايي دفاعي تاسیساتو بریدونه کړي دي. بل ...
Read More »د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ؛ د بریدونو تازه څپه پیل شوه
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، چې د ایران پر وړاندې یې د بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی. د سینټکام په وینا، دغه عملیات د ایران پر پوځي وړتیاوو، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو اړوندو مرکزونو او نورو پوځي اهدافو متمرکز دي. سینټکام ویلي، چې د ایران ...
Read More »امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري وتړله
د امریکا حکومت په رسمي ډول په پېښور ښار کې خپله کونسلګري وتړله او د پېښور د کونسلګرۍ رسمي ټولنیزې رسنۍ او وېبپاڼه هم غیر فعالې شوې دي.د امریکا کونسلګرۍ د جمعې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې وروسته به د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند ټولې ...
Read More »امریکايي محکمې د افغان کډوالو د دوسیو د ځنډ غوښتنه رد کړه
د افغان ایوک (AfghanEvac) سازمان ویلي، د امریکا یوې فدرالي محکمې د دغه هېواد د حکومت هغه غوښتنه رد کړې چې غوښتل یې د افغانانو او د ۳۸ نورو هېوادونو د کډوالۍ اړوند دوسیو د ارزونې د بیا پیل په اړه د محکمې پخوانۍ پرېکړه د استیناف تر وروستۍ پرېکړې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس