ایراني رسینو خبر ورکړی چې ټاکل شوې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان راتلوونکې اوونۍ امریکا ته سفر وکړي. د ایران «اندیشه معاصر خبري اژانس» دغه خبر د ایراني چارواکو له قوله خپور کړی او ویلی یې دي چې پزشکیان به د راتلوونکې یکشنبې په ورځ امریکا ته سفر وکړي. ...
Read More »کامالا هریس: په غزه کې اوربند اړین دی او اسراییل نه باید بیا د غزې تړانګه ونیسي
د امریکا د ولسمشر مرستیاله او د متحده ایالاتو د ټاکنو لپاره د ډیموکراټانو نوماندې کامالا هریس، په فیلاډلفیا کې په خپله وروستۍ وینا کې د اسراییلو او غزې ترمنځ د جګړې په پایته رسولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې اسراییل نه باید بیا د غزې تړانګه ...
Read More »د افغانستان ملي لوبډله نن د سوېلي افریقا پروړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي
افغان اتلان به نن( چهارشنبې، د وږي ۲۸مه)په لومړۍ پینځوس اوریزه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د سیالې سوېلي افریقا لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. د کرکټ بورډ د معلوماتو بر بنسټ یاده لوبه به نن د افغانستان پرمهال د ماسپښین ۴:۳۰ د افغانستان په کوربتوب ...
Read More »د لبنان د حزب الله څه باندې دوه زره غړي د “پېجرونو” په چاودنه کې ټپيان شول
د لبنان د حزب الله جنبش څه باندې دوه زره غړي د سه شنبې په لبنان کې د “پېجر” یا د پیغام رسولو وسایلو د چاودنې له امله ټپیان شول. د راپورونو له مخې په دغو چاودنو کې د یوې نجلۍ په ګډون لږ تر لږه اته کسان وژل شوي ...
Read More »المان د پولو کنټرول بیا پیل کړ
المان د ناقانونه کډوالو او د سرحدي جرمونو د زیاتوالي په اړه د ننګونو د اداره کولو لپاره، د دوشنبې په ورځ له ګاونډیو هېوادونو سره د خپل سرحد کنټرول پیل کړی دی. دا پریکړه د سخت دریځو ښي اړخو ګوندونو د فشار او د ګډوالو د راتګ په اړه ...
Read More »د حماس مشر: موږ په غزه کې د اوږد مهالې جګړې لپاره تیار یوو
د حماس مشر، یحیی سنوار (دوشنبې، د وږي ۲۶مه) اعلان وکړ چې په سیمه کې د ایراني متحدینو په ملاتړ داسې سرچینې په لاس کې لري چې په واسطه یې کولی شي د غزې په تړانګه کې اوږد مهاله جګړې ته دوام ورکړي. د سنوار دا څرګندونې په داسې حال ...
Read More »اېف بي ای: د ګلف په میدان کې د ډونالډ ټرمپ د وژنې هڅه ناکامه شوه
د امریکا فډرالي پولیسو یا اېف بي ای اعلان کړی چې د دې ادارې پټو اجنټانو د فلوریډا په وسټ پالم بیچ کې د ګلف په میدان کې د ډونالډ ټرمپ د وژنې هڅه ناکامه کړې ده. د راپورونو له مخې، د پټو خدماتو څو اجنټانو د ګلف میدان ته ...
Read More »یوه اوونۍ کې تر ۵۰ زرو ډېر افغانان له هېواد څخه وتلي
د راپورونو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې ۵۰ زره افغانان له هېواد څخه بهر ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي. د کډوالو د نړیوال دفتر (IOM) د معلوماتو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې ۵۰ زره افغانان له خپل هېواد څخه وتلي دي. دې ...
Read More »ننسي فایزر: له المان څخه د افغانانو د ایستلو لپاره نورې الوتنې پلان شوې
د المان د کورنیو چارو وزیرې، ننسي فایزر پرون (یکشنبې، د وږي ۲۵مه) ویلي چې له المان څخه د هغو افغانانو د ایستلو لپاره، چې په دغه هېواد کې یې جدي سرغړونې او جرمونه کړي دي، نورې الوتنې پلان شوې دي. د المان د کورنیو چارو وزیرې دا نه دي ...
Read More »د جاپان سترې محکمې یوې نوې زېږدلې افغان کډوالې ته د جاپان تابعیت ورکړ
د جاپان یو لوړ قضایي مقام یوې نوې زېږدلې افغانې کډوالې ته د جاپاني تابعیت د ترلاسه کولو اجازه ورکړه. د جاپان د کيودو خبري اژانس (شنبې، د وږي ۲۴مه) په يوه راپور کې ليکلي، چې دا غوښتنه په لومړي سر کې د يوې کورنۍ محکمې له خوا رد شوې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس