Home » سیمه او نړی (page 112)

سیمه او نړی

د پاکستان مرکزي بانک د افغانستان لپاره د مرستې صندوق د خلاصولو پرېکړه رد کړه

د پاکستان مرکزي بانک د دغه هېواد د حکومت هغه پرېکړه رد کړې چې پر بنسټ يې افغانستان ته د مرستې راټولو يو صندوق بايد پرانېستل شوی وی. دې بانک ويلي، چې دا اقدام يې د پيسو پر ناقانونه لېږد او سپينولو د څار نړيوالې ادارې يا FATF اصولو ته ...

Read More »

پښتين: پاکستان دې له ترهګرۍ د ملاتړ له امله، د ترهګرۍ خلاف شعار نه ورکوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ پرون جمعه د (مرغومي په ۲۴مه) په اسلام‌اباد کې د دغه غورځنګ مخکښانو علي وزير، حنيف پښتين، وېس ابدال او نور نيول شوو غړو د خلاصون په موخه لاريون وکړ. په دې لاريون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلويانو سربېره د پاکستان د بشري حقونو ...

Read More »

عمران خان افغانستان ته د متخصصانو د لېږلو سپارښتنه کړې

د پاکستان لومړي وزير عمران خان خپل حکومت ته سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې د بشري ناورين د کنټرول او مديريت په موخه دې، ياد هېواد ته په بېلابېلو برخو کې يو شمېر متخصصان ولېږي. نوموړي دا سپارښتنه پرون جمعه د (مرغومي په ۲۴مه) کړې ده. عمران خان زياته ...

Read More »

پاکستان: د ډيورنډ پر کرښه د اغزن سيم غځولو کارونه به له طالبانو سره په موافقه بشپړ شي

د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد وايي، پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم د غځولو چارې تر ډېره بشپرې شوي او يوازې پاتې لږه برخه به يې هم له طالبانو سره په موافقه بشپړه شي. نوموړي په پرون جمعه د (مرغومي په ۲۴مه) په اسلام‌اباد کې خبريالانو ته ...

Read More »

تحريک ط.البان پاکستان د خالد بلتي وژل کېدل تائيد کړل

په قبايلي سيمو او پښتونخوا کې د پاکستان د حکومت ضد فعالې وسله‌والې ډلې تحريک طالبان پاکستان يا TTP تائيد کړه چې د يادې ډلې مهم غړی خالد بلتي وژل شوی دی. خالد بلتي چې ويل کېږي د تحريک طالبان پاکستان ډلې وياند دی، پر محمد خراساني مشهور او د ...

Read More »

عمران خان: نړيواله ټولنه دې په افغانستان کې د بشري ناورين مخه ونيسي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو وار بيا په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت ته په پام سره، پر نړيوالې ټولنې د جدي همکارۍ کولو غږ کړی دی. نوموړي نن چهارشنبه د (مرغومي په ۲۳مه) په خپل ټوېټر کې د ملګرو ملتونو له لوري افغانانو ته د بشري مرستو ...

Read More »

د ارپايي ټولنې د پارلمان رئيس د نارغۍ له امله په روغتون کې ومړ

د اروپايي ټولنې د پارلمان رئيس ډيوېد ساسولي نن دوشنبه سهار وختي د (مرغومي په ۲۱مه) د ۶۵ کلونو په عمر په روغتون کې مړ شو. د ساسولي مړينه رسنيو ته د نوموړي وياند تائيد کړې او ويلي چې يې د جنازې مراسمو په تړاو يې تر اوسه کومه پرېکړه ...

Read More »

باجوه: افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لپاره بشپړ ميکانېزم ته اړتيا ده

د پاکستان د پوځ لوی درستز جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، په افغانستان کې وبشري وضعيت ته په پام سره اړتيا ده چې د مرستو رسولو لپاره بايد يو بشپړ ميکانېزم رامنځته شي. نوموړي دا څرکندونې پرون دوشنبه د (مرغومي په ۲۰مه) د سعودي عربستان د دفاع وزارت له سلاکار ...

Read More »

امريکا کې ډاکټرانو ۷۵کلن سړي ته د خوګ زړه پيوند کړی

روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په امريکا د جراحۍ ډاکټرانو يوه ۷۵ کلن سړي ته د ژوندي پاتې کېدو په موخه د خوګ زړه د پيوندولو تاريخي عمليات کړي دي. په راپور کې ويل شوي چې دا عمليات په برياليتوب ترسره شوي او ياد کس هم بېرته خپل عادي ...

Read More »

نيويارک کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۹تنه وژل شوي

د نيويارک ښار په يوې استوګنيزې ودانۍ کې د اور لګېدنې له امله، لږ تر لږه د ۱۹تنو د وژل کېدو او د لسګونه نورو د اغېزمنېدو خبرونه ورکړی شوي دي. د نيويارک ښاروال اريک ادامز هم ياده پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې په وژل شوو کسانو ...

Read More »