Home » سیمه او نړی (page 100)

سیمه او نړی

زلينسکي: روسيه بايد اوکراين کې د جنګي جرمونو حساب ورکړي

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي پرون سې‌شنبه ناوخته د (وري په ۱۶مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډې ته وينا وکړه. نوموړي د خپلې وينا پرمهال په اوکراين کې د روان وضعيت په تړاو د امنيت شورا غړو هېوادونو استازو ته مالومات ورکړل. زلينسکي يو وار بيا ادعا وکړه چې ...

Read More »

قرېشي: د لاسوهنې له امله مو امريکا ته د سفير له لارې اعتراض کړی

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مرستيال او د دې هېواد مخکينی بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي منلې چې امريکا د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. نوموړي نن سې‌شنبه د (وري په ۱۶مه) خبريالانو ته ويلي، د پاکستان په کورنيو چارو کې د امريکا د لاسوهنې له امله ...

Read More »

روسيه: امريکا عمران خان ته د مسکو سفر له امله سزا ورکړه

د روسيې بهرنيو چارو وزارت تور پورې کړی چې امريکا د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او په خبره يې د لومړي وزير عمران خان پر ضد وروستي سياسي مشکلاتو کې هم د امريکا لاس دی. دې وزارت په يوه خپاره کړي بيان کې ويلي، هغه مهال چې ...

Read More »

“د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند مهم غړي د تېښتې هڅه کوي”

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې خبر ورکړی چې د لومړي وزير عمران خان له لرې کيدو وروسته، د نوموړي په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند يو شمېر مهم غړي له پاکستان څخه د تېښتې په هڅه کې دي. ورځپاڼې ويلي، چې د عمران خان ميرمنې بشرا ته نږدې فرا خان ...

Read More »

د پاکستان د کابينې دفتر: عمران خان نور د پاکستان لومړی وزير نه دی

په پاکستان د سياسي لانجو اوج ته د رسېدو په ترڅ کې، پرون يک‌شنبه د (وري په ۱۴مه) د دې هېواد ولسمشر عارف علوي پارلمان لغوه کړ؛ خو له دې اعلان وروسته د کابينې دفتر هم اعلان کړه چې عمران خان نور لومړی وزير نه دی. کابينې دا اعلان پرون ...

Read More »

پاکستاني کلدارو د ډالر پر وړاندې په بې‌سارې توګه ارزښت له لاسه ورکړی

د پاکستان مرکزي بانک اعلان کړی چې په وروستيو دوو اونيو کې د ډالر پر وړاندې د کلدارو ارزښت په مراتبو ټيټ شوی دی. د راپورونو له مخې، د تېر مارچ له ۱۱مې راهيسې پاکستانۍ کلداره د ډالر پر وړاندې په بې‌سارې توګه لوېدلې او په دې ترڅ کې د ...

Read More »

عمران خان د بې باورۍ قضيې د ناکامولو لپاره د لاريونونو اعلان کړی

ټاکل شوې چې نن يک‌شنبه د (وري په ۱۴مه) د پاکستان په ملي شورا (قومي اسمبلۍ) کې د لومړي وزير عمران خان مخالفو سياسي ګوندونو غړي نوموړي ته د باور او يا هم د نه باور رايه ورکړي. خو عمران خان پرون شنبه ويلي، چې د نوموړي پرځولو په موخه ...

Read More »

د پاکستان پوځ عمران خان ته د استعفا، ټاکنو او له بې باورۍ سره د مخ کېدو وړانديزونه کړي

په پاکستان کې د سياسي ناندريو له دوام سره تازه د پاکستان لومړي وزير عمران خان تائيد کړې چې د پوځ له لوري ورته درې وړانديزونه شوي دي. نوموړي ويلي، چې په دې وړانديزونو کې استعفا ورکول، ژر تر ژره د ټاکنو ترسره کول او يا هم د مخالفو سياسي ...

Read More »

د پاکستان پارلمان سبا عمران خان ته د باور او يا نه باور رايه ورکوي

ټاکل شوې چې سبا يک‌شنبه د (وري په ۱۴) د پاکستان پارلمان يا قومي اسمبلۍ غړي، د دغه هېواد لومړي وزير عمران خان ته د باور او يا هم د نه باور رايه ورکړي. د تحريک انصاف ګوند په مشرۍ د پاکستان اېتلافي حکومت د خپل مخالف سياسي اېتلاف له ...

Read More »

ګوټيريش: افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونو نقض ښې پايلې نه لري

د ملګرو متلونو عمومي منشي انتونيو ګوټيريش يو وار بيا په افغانستان کې د نجونو پر ثانوي زده‌کړو د بنديز په اړه ژوره خواشيني ښودلې او ويلي يې دي، چې دا کار په اوږد مهال کې د افغانستان لپاره ناسم پايلې لرلی شي. نوموړي نن شنبه د (وري په ۱۳مه) ...

Read More »