په کړکېچ ځپلو ټولنو کې رسنۍ یوازې د اطلاع رسونې رول نه لري؛ هغوی د رواني جګړې په یوه وسیله هم اوښتلی شي.
په افغانستان کې د بهرنیو روایتونو انعکاسول ـ په ځانګړي ډول د پاکستان روایت ـ نه یوازې د مخاطبینو ذهنیت جوړوي، بلکې د ملي ګټو او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره هم ناوړه پایلې لري.
کارپوهان په دې باور دي چې له سیمې هاخوا ځينې رسنۍ د افغانستان تر نوم لاندې، په حقیقت کې د هغو هېوادونو استخباراتي پیغامونه او موخې لېږدوي چې هغه مدیریت کوي.
دوی دا بهیر خصمانه او د افغانستان ملي ګټو لپاره جدي ګواښ ګڼي، ځکه چې د پاکستان د روایت انعکاس د افغانستان خلکو ته جدي تاوان رسوي.
ځینې کارپوهان خبرداری ورکوي چې پاکستان د بهر مېشتو رسنیو، لکه «افغانستان انټرنشنل»، بنسټونو او فعالانو له لارې د افغانستان پر ضد د رواني جګړې یو بشپړ سیسټم تمویلوي او دغه شبکه د میلیونونو ډالرو په لګښت داسې روایتونه خپروي، چې موخه یې د افغانستان د ملي حاکمیت کمزوري کول، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا زیانمنول او قومي تفرقې ته لمن وهل دي.
دوی ټینګار کوي چې پاکستان او د هغه ملاتړي هڅه کوي افغانستان د سوریې او سوډان په څېر هېوادونو له برخلیک سره مخ کړي.
خو د «رویداد خبري اژانس» ارزونې ښيي چې د افغانستان انټرنشنل په خبري پوښښ کې د پاکستان د امنیتي او استخباراتي موخو روایتونه په وار- وار منعکس شوي دي. د دې رسنۍ سرلیکونه او انځورونه تر ډېره د «فرضي کرښې شاوخوا کړکېچ»، «هوايي بریدونه» او «قومي نښتو» پر موضوعاتو راڅرخي، په داسې حال کې چې د افغانستان ملي دریځ او کورني لیدلوري ته لږه پاملرنه شوې ده.
دا ډول خبري چوکاټ، په غیرمستقیم ډول د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د پوځي او استخباراتي لاسوهنو د توجیه لامل ګرځي او د رسنیو پر وړاندې د خلکو بېباوري زیاتوي او ملي یووالی کمزوری کوي.
د رویداد خبري اژانس د څېړنو له مخې، د افغانستان انټرنشنل رسنیز فعالیتونه او خبري پوښښ تر ډېره د پاکستان د پوځي او استخباراتي روایتونو پر انعکاسولو راڅرخي.
د بېلګې په توګه، د ۱۴۰۴ کال د حوت په میاشت کې، له ۳۶ څېړل شویو خبرونو څخه ۱۴ خبرونه د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه، ۱۰ خبرونه د فرضي کرښې شاوخوا شخړو په اړه، ۶ خبرونه د افغان کډوالو په اړه، ۴ خبرونه د ترهګرو ډلو په اړه او یوازې ۲ خبرونه د سوداګرۍ په اړه وو.

د دې رسنۍ اصلي روایت تر ډېره پر امنیت او شخړو ولاړ دی، په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، سوداګرۍ، اقتصاد، ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او حل لارو ګډ موضوعات څنډې ته شوي دي.

البته د خبرو تر موضوع مهمه، د دې رسنۍ د روايت زاویه ده.د محتوا تحلیل ښيي چې له ۳۶ خبرونو څخه ۲۲ هغه يې، یعنې له ۶۱ سلنه زیات، په امنیتي او استخباراتي چوکاټ کې وړاندې شوي دي او انساني روایت ۲۵ سلنه، سیاسي روایت ۸ سلنه او اقتصادي روایت له ۶ سلنې څخه کم د مطالبو برخه جوړوي.
دا موندنې ښيي چې مخاطب د انساني اغېزو، حقوقي مسايلو او د پراختیا اړوند موضوعاتو پر ځای تر ډېره د ګواښ، ترهګرۍ، پوځي بریدونو او امنیتي اندېښنو له مفاهیمو سره مخ کېږي.

په خبرونو کې د په ګوته شویو ګټو ارزونه هم د پام وړ پایلې وړاندې کوي. په ۱۹ خبرونو کې، یعنې له ۵۲ سلنې څخه زیاتو مطالبو کې، د پاکستان د پوځي رژیم ګټې، اندېښنې، استخباراتي موخې او لیدلوري انعکاس شوي خو په مقابل کې، د افغانستان ګټې یوازې په ۱۰ خبرونو کې د روایت اصلي محور جوړ کړی دی، او په اوو خبرونو کې بیا د دواړو لورو لیدلوري په یو وخت کې انعکاس شوي دي.

د دې نمونې په دوام کې، له ۳۶ خبرونو څخه په ۱۴ کې اصلي سرچینه په روښانه ډول نه ده ښودل شوې او د «باوري سرچینو» یا «معتبره سرچینو» په څېر اصطلاحات کارول شوي دي، په داسې حال کې چې یوه برخه بیا له نړیوالو بنسټونو، عامو خلکو او نورو رسنیو سره تړاو لري.
په مقابل کې، په ۱۲ خبرونو کې پاکستاني چارواکي او په ۹ خبرونو کې افغان چارواکي د اصلي سرچینې په توګه یاد شوي دي. د ناپېژندو سرچینو پراخ کارول، په ځانګړي ډول د امنیتي موضوعاتو او هوايي بریدونو په تړاو، د مخاطب لپاره د ادعاوو خپلواکه ارزونه ستونزمنوي او د خبرونو پر اعتبار او توازن منفي اغېز کوي.
خو دا بڼه په عمل کې څنګه بیا رامنځته کیږي؟
د دې پوښتنې د ځواب لپاره مو د خپرو شویو مطالبو بېلګې څېړلېدي. د دې څېړنې موندنې ښيي چې انټرنشنل شبکه په اوسط ډول هره ورځ د پاکستان اړوند شاوخوا پنځه مطالب خپروي. د لا دقیقې پایلې ترلاسه کولو لپاره مو د دې رسنۍ مطالب د بېلابېلو زماني پړاوونو څخه غوره او تحليل کړي دي.

په ارزول شویو بېلګو کې، د «پاکستان د دوشنبې په شپه په افغانستان کې ۹ هدفونه بمبار کړل» تر سرلیک لاندې خبر تر ډېره پر احتمالي پوځي موخو تمرکز کړی؛ له استخباراتي دفترونو نیولې د مهماتو تر زېرمو پورې. په دې خبر کې استخباراتي، پوځي او امنیتي روایت ته ډېره ونډه ورکړل شوې ده.
حال دا چې شواهد، د رسنیو مستند راپورونه او د نړیوالو بنسټونو راپورونه د روږدو کسانو د درملنې په یوه مرکز کې د سلګونو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي، خو په پایله کې امنیتي او استخباراتي روایت پر انساني روایت برلاسی شوی دی.

«د پاکستان پوځ وایي، هغه بریدګر چې په کراچۍ کې ونیول شو، افغان دی» تر سرلیک لاندې خبر کې، سرلیک او د خبر متن د پاکستان د پوځ د څرګندونو پر بنسټ تنظيم شوی دی. په دې خبر کې د پاکستان د پوځ هغه ادعا، چې ګواکې نیول شوی کس افغان دی، د افغان چارواکو له نظر یا غبرګون او همداراز له خپلواکو شواهدو پرته خپره شوې، چې دا ډول خبري پوښښ د دې لامل کېږي چې د شخړې د یوه لوري روایت، له اړین توازن پرته، مخاطب ته وړاندې شي.

«پر افغانستان د پاکستان بریدونه، له پراخې نړیوالې غندنې پرته، دوام لري» تر سرلیک لاندې راپور کې د خبر اصلي جوړښت داسې تنظیم شوی چې پکې د نړیوالې ټولنې له لوري د پاکستان د نه غندلو لاملونه او د اسلاماباد امنیتي اندېښنې انعکاس شوې دي.
حال دا چې د پاکستان هوايي بریدونه پر افغان خاوره د نړیوالو حقوقو له نظره د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پورې تړلې موضوع ګڼل کېږي، دغه اړخ په خبر کې څرګند او مهم ځای نه لري.
په مقابل کې، د راپور لویه برخه د بېلابېلو هېوادونو د دریځونو توجیه او د پاکستان د هغو استدلالونو بیان ته ځانګړی شوی چې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزې پورې تړاو لري.
همداراز، د افغانستان چارواکو څو ځله په هېواد کې د ترهګرو ډلو شتون او فعالیت رد کړی او د پاکستان بریدونه یې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللې ده.
په ورته وخت کې، د افغانستان ډېری سیاسي څېرو هم دا بریدونه د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څرګند نقض ګڼلی او ټینګار یې کړی چې پوځي تګلاره د اختلافاتو د حل مناسبه لاره نه ده.
د دوی په باور، ستونزې باید د خبرو اترو او سولهییزو لارو له طريقه هوارې شي، او پاکستان باید د تېرو څو لسیزو د تاوتریخوالي پر بنسټ ولاړ سیاستونو څخه لاس واخلي او د افغانستان پر وړاندې خپلې امنیتي او استخباراتي تګلارې اصلاح کړي.
له بلې خوا، د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه خپاره شوي راپورونه په ګڼو مواردو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکوي؛ خو د دې موضوع پر ځای، د انټرنشنل په یاد راپور کې د دغو ملکي تلفاتو اړخ تر ډېره له پامه غورځول شوی او د روایت د اصلي محور په توګه ورته کمه پاملرنه شوې ده.
دا بېلګه ښيي چې د خبر روایت تر دې چې د افغانستان پر خلکو د بریدونو پر پایلو او د هېواد پر خاورې د سرغړونې پر اصل تمرکز وکړي، د پاکستان پر استخباراتي او امنیتي اندېښنو او همداراز د نړیوالې ټولنې د محتاط غبرګون د لاملونو پر بیان ټینګار کوي.

په دې بېلګه کې، د افغانستان انټرنشنل سرلیک (« ثانوي چاودنې د وسلو د زېرمو د شتون ادعا پیاوړې کوي») د پاکستان د پوځي رژیم روایت انعکاسوي،
په داسې حال کې چې اصلي راپور د ملکي تلفاتو او د جګړې د پراخېدو پر خطر ټینګار کوي، خو په پایله کې امنیتي او استخباراتي روایت د پېښې پر انساني اړخ غلبه پیدا کوي.

په یوه بل خبر کې چې سرلیک یې « د روږدو د درملنې مرکز اميد، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تر کنټرول لاندې و» دی، چې د روایت تمرکز د دغه درملنې مرکز پر اداري تړاو له کورنیو چارو وزارت سره شوی دی.
په متن کې څو ځله د مرکز موقعیت د نظامي تأسیساتو ترڅنګ او د کورنیو چارو وزارت له لوري د هغې د مدیریت یادونه شوې ده. په داسې حال کې چې اصلي موضوع، یعنې په دغه مرکز کې د موجودو ګڼ شمېر ملکي کسانو وژل کېدل، څنډې ته شوي دي چې دلته هم استخباراتي او امنیتي چوکاټ پر انساني چوکاټ برلاسی شوی.

بله بېلګه د هغه خبر اړوند ده چې سرلیک یې دی: «پاکستان یو ځل بیا له فرضي کرښې ورهاخوا د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ»
دا خبر په بشپړه توګه د یوه پاکستاني چارواکي پر څرګندونو ولاړ دی. په متن کې د پاکستان تورونه، امنیتي اندېښنې او خبرداری په تفصیل سره رااخیستل شوي، خو د افغان چارواکو یا خپلواکو سرچینو متقابل لیدلوری نه دی وړاندې شوی. په پایله کې، مخاطب یوازې له يوه واحد روايت سره مخ کېږي؛ هغه روایت چې افغانستان د پاکستان د امنیتي ګواښونو د سرچینې په توګه معرفي کوي.

په هغه خبر کې چې سرلیک یې « ډیپلوماټیکې سرچینې: د پاکستان په برید کې د کابل د درملنې مرکز د قربانیانو شمېر” ښايي سلګونو کسانو ته ورسېږي.” » دی، د خبر تر ټولو مهمه ادعا د «ډیپلوماتیکو سرچینو» له قوله مطرح شوې؛ خو د دغو سرچینو هویت او اداري تړاو نه دی څرګند شوی.
دا بېلګه ښيي چې په ځینو څېړل شوو مطالبو کې کلیدي مالومات د نامعلومو یا بې هويته سرچینو پر بنسټ خپاره شوي دي. داسې کړنلاره د معلوماتو د خپلواک تصدیق امکان د مخاطب لپاره محدودوي او د خبري ړونتیا کچه راټیټوي.
په ورته مهال، یو شمېر مسوولان او رسنیز کارپوهان په دې باور دي چې ځینې هغه شبکې چې د افغانستان د نوم ترچتر لاندې فعالیت کوي، په حقیقت کې د هغو هېوادونو د استخباراتي پیغامونو او سیاسي موخو لېږدونکي دي چې همدا شبکې اداره کوي؛ هغه پیغامونه چې کله ناکله خصمانه وي او د افغانستان ملي ګټې ګواښي.

عبدالقدیم ویاړ، د افغان رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټ مشر، ټینګار کوي چې رسنۍ او خبریالان اصولاً او له اخلاقي پلوه مکلف دي چې په خپلو راپورونو او خپرونو کې ملي ګټې، ملي لومړیتوبونه او ملي مصلحتونه په پام کې ونیسي.
عبدالقدیم ویاړ: «اصولاً او اخلاقاً ټولې رسنۍ او خبریالان مکلف دي چې ملي ګټې، ملي لومړیتوبونه او ملي مصلحتونه په خپلو راپورونو، برنامو او خبرونو کې په پام کې ونیسي. له بده مرغه ځینې خبریالان او د رسنیو یو شمېر کارکوونکي د ژورنالیزم له اصولو، اخلاقي معیارونو او د افغانستان له موجوده قوانینو او مقرراتو څخه په بشپړ ډول خبر نه دي او یا ځانونه د افغانستان قوانینو ته ژمن نه ګڼي؛ لږ تر لږه باید په هغه هېواد کې چې دوی هلته اوسېږي، د هغه هېواد قوانین، اصول او کلتوري ارزښتونه مراعات کړي»
نوموړی خبرداری ورکوي چې د ځینو خبریالانو له خوا د افغانستان قوانینو او اخلاقي معیارونو ته نه پاملرنه، یا د ژورنالیزم نړیوالو اصولو ته نه پابندي، کولای شي د غیرمسوولانه خپرونو، د خلکو د احساساتو د پارولو او حتی د هېوادونو ترمنځ د دښمنۍ د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
«همدارنګه اړینه ده چې د ژورنالیزم نړیوال اصول او اخلاقي کُدونه په جدي ډول مراعات شي، څو په خپرونو کې غیرمسوولانه کړنې یا د خلکو د احساساتو پارونه رامنځته نه شي او د هېوادونو ترمنځ د دښمنۍ سبب و نه ګرځي.»

عزتالله اکبري وردګ، د بشري حقونو او رسنیو د څار بنسټ مشر، د افغانستان انټرنشنل د کار پر طرز نیوکه کوي او ټینګار کوي چې دغه رسنۍ تر ډېره له جعلي سرچینو کار اخلي او داسې خبرونه خپروي چې نه یوازې د ژورنالیزم له معیارونو سره برابر نه دي، بلکې په ډېرو برخو کې د افغانستان د ملي ګټو او خلکو پر ضد هم تمامېږي.
«افغانستان انټرنشنل» زیاتره خبرونه له جعلي سرچینو رااخلي، حتی هغه ویډیوګانې چې یو کس په خپل موبایل ثبت کړې وي، اصل موضوع یې روښانه نه وي چې څه لانجه ده یا ولې مثلا دوه کسان یو بل وهي. د موضوع وضاحت نه وي، خو هغوی یې خپروي او وایي چې فلاني ادارې دا کار کړی دی. د هغوی زیاتره خبرونه او سرچینې پر عقده ولاړې دي. چې د ژورنالیزم اصول یا اخلاقي معیارونه دا نه غواړي.
په پای کې ویلای شم چې د «افغانستان انټرنشنل» خبرونه په اصل کې د خبریالۍ له معیارونو سره برابر نه دي او یا هغوی نه غواړي چې برابر وي. له جعلي سرچینو ډېر کار اخلي او زیاتره هغه خبرونه خپروي چې د افغانستان د ملي ګټو او د خلکو پر ضد وي.»

زلمی افغانیار پوپل، د سیاسي چارو کارپوه، په دې اړه وايي:
«له بده مرغه ځینې خبري شبکې چې له سيمې ورهاخوا د افغانستان د نوم ترچتر لاندې فعالیت کوي، د هغوی د بحث محور استخباراتي او امنیتي موضوعات دي. په تېرو څلورو کالو او لسو میاشتو کې د افغانستان ولس شاهد دی، هغه خبرونه چې د خپرېدو لپاره وړاندې کوي د حقایقو پر بنسټ نه دي، بلکې خصمانه دي او په ځینو مواردو کې د افغانستان ملي ګټې له خطر سره مخ کوي.
په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان ملت ښه پوهيږي چې کومه رسنۍ ښه او بد کورني موضوعات خپروي او پوهېږي چې دا خبرونه د حقایقو پر بنسټ او که خصمانه دي.»
د رسنیو د څانګې استادان باور لري چې ملي ګټې باید په رسنیزو فعالیتونو لومړیتوب ولري. د هغوی په اند، رسنۍ باید پېښو او تحولاتو ته داسې انعکاس ورکړي چې د ملي ګټو د پیاوړتیا، د ملي یووالي د ټینګښت او د هېواد د مصالحو د ساتنې سبب وګرځي.

اجمل سایس، د پروان پوهنتون د ژورنالیزم استاد : «اساساً د رسنۍ دنده دا ده چې هغه پېښې او موضوعات چې په خپل چاپېریال کې یا په هغو سیمو کې چې تر پوښښ لاندې لري رامنځته کېږي، باید په بشپړه بېطرفۍ سره او د خلکو د اړتیاوو او د هغې پدیدې د اهمیت په پام کې نیولو سره انعکاس ورکړي، هلته باید پالیسي ورګډه نه کړي، د بېلابېلو ډلو، ګوندونو او اړخونو ګټې باید په نظر کې ونه نیسي، بلکې باید په رښتینولۍ او اخلاص سره په دې برخه کې عمل وکړي. دا کار د دې سبب کېږي چې د خلکو باور پر رسنیو زیات شي او رسنیو ته خپل ټاکلی ځای او مقام په سمه توګه ورکړل شي.»

تمیم عاصي، د دفاع وزارت پخوانی معین، په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي:
« پاکستان له هېواد څخه بهر، د رسنیو د یوې پېچلې شبکې، د انجو فعالانو، د ښځو د حقونو په نوم د فعالینو او لږ تر لږه د افغانستان د دوو سیاسي استازولیو له لارې د رواني جګړې یو پېچلی سيسټم تمویلوي.
دا شبکه او افراد د څو میلیونو ډالرو، د پاکستان د ویزو د سهمیې، اروپايي پلازمينو ته د سفر لګښتونو، په پاکستان کې د دوو ښارونو مېلمستونونو او دفترونو په بدل کې د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد بشپړه رواني جګړه پیل کړې ده.
له بده مرغه ځینې جبهې د افغانستان د تجزیې، قومي تفرقې او په بهرنیو مجلسونو کې د افغانستان د بدنامۍ روایتونو ته لمن وهي چې هدف یې د سوریې او سوډان په څېر د افغانستان د کورنۍ جګړې جوړول دي. د پردیو استخباراتو د ګټو لپاره د خپل هېواد پر ضد درېدل ملي خیانت دی.»
دا ارزونه ښيي چې افغانستان انټرنشنل د افغانستان او پاکستان اړوند پېښو په پوښښ کې تر ډېره د امنیتي، اطلاعاتي، استخباراتي او ګواښ له زاویې موضوعاتو ته کتنه کړې او په دې چوکاټ کې د پاکستان اندېښنې او روایتونه د افغانستان د ملي ليدلوري او د میداني واقعیتونو په پرتله ډېر انعکاس شوي. دا رسنیز چلند، چې د ډیورنډ فرضي کرښې شاوخوا تاوتریخوالی، هوايي بریدونو او قومي نښتو اړوند پر سرلیکونو او انځورونو تمرکز کوي، په غیر مستقیم ډول د افغانستان پر وړاندې د پاکستان استخباراتي موخو ته د مشروعیت ورکولو په توګه تعبیرېږي.
په داسې حال کې چې، افغانستان د نږدې ۴۵ کلونو په اوږدو کې د پاکستان د مستقیمو او غیرمستقیمو تېریو قرباني پاتې شوی دی؛ په دې موده کې زرګونه بېګناه انسانان د جګړو، بریدونو او مداخلهګر سیاستونو قرباني شوي دي. د دغو قربانیانو او بېعدالتیو له پامه غورځول د رسنیو له خوا د بشري حقونو او د ژورنالیزم د اخلاقي اصولو ښکاره نقض بلل کېږي.
د کارپوهانو په باور، د افغانستان انټرنشنل پالیسي او خبري محتوا د دې پر ځای چې واقعیتونه په رښتینې بڼه انعکاس کړي، د ناسمو او کاذبو روایتونو په ترویج سره د پاکستان د رواني جګړې په یوه وسیله بدله شوې او د پاکستان تحریف شوي روایتونه انعکاسوي. دا کړنلاره نه یوازې قربانیان له پامه غورځوي، بلکې د افغانستان د خلکو انساني او حقوقي ادعاوې تر پوښتنې لاندې راولي او د بېعدالتیو په دوام کې ژوره مرسته کوي.
په پایله کې، راپور ټینګار کوي هغه رسنۍ چې د افغانستان د نوم تر چتر لاندې فعالیت کوي باید د لا زیات مسوولیت په منلو سره د هېواد ملي روایتونه انعکاس کړي، څو د رواني جګړې د وسیله کېدو مخه ونيول شي او خپل واقعي رول د ولسي باور د پیاوړتیا او د ملي ګټو د ساتنې مسوولیت ادا کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس