د اوکراين د سويلي عملياتو پوځي قومندانۍ ادعا کړې، چې په تور سمندرګي کې د تازه هڅو په پايله کې توانيدلي چې په دې سمندرګي کې د اوکراين اړوند جزېره له روسي ځواکونو بېرته ونيسي. دې قومندانۍ ويلي، چې په ياده جزېره کې يې د روسيې رادار او دغه راز ...
Read More »د پاکستان پارلمان له زندان څخه د علي وزير د خوشې کېدو امر کړی
د پاکستان پارلمان امر کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او په پارلمان کې د سوېلي وزيرستان د خلکو استازی علي وزير دې د لنډې مودې لپاره له زندان ازاد کړای شي. د پاکستان د پارلمان رئيس دا امر د تېرې سېشنبې په ورځ لاسليک کړی او سپارښتنه ...
Read More »پاکستان: له ټيټيپي سره په مذاکراتو کې لانجمن مسايل نه دي حل شوي
وروسته له هغې چې د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان حکومت او تحريک ط.البانو پاکستان ترمنځ په مذاکراتو کې پرمختګ تائيد کړ، تازه پاکستاني چارواکو هم ويلي چې له يادې ډلې سره په کابل کې د شوو مذاکراتو پرمهال زيات پرمختګ شوی. د پاکستان يوه لوړپوړي حکومتي چارواکي د نوم ...
Read More »اسرائيل په منځني ختيځ کې د هوايي ځواک سيمهيیز اېتلاف رامنځته کوي
د اسرائيلو دفاع وزارت وزير بني ګانټز ويلي، په پام کې لري چې په منځني ختيځ کې د سيمهييزو تهديدونو د رفعه کولو په موخه د امريکا متحده ايالاتو په همکارۍ د هوايي ځواک سيمهييز اېتلاف رامنځته کړي. نوموړي پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) رسنيو ته ويلي، چې د ...
Read More »هند کې تازه موسمي سېلابونو له ۲۶ ډېر کسان مړه کړي
هندي رسنيو خبر ورکړی چې د دې هېواد په ځينو ايالتونو کې له يوې اوونۍ راهيسې د موسمي سېلابونو راوتل دوام لري او په ترڅ کې يې خلکو ته د ځاني زيان ترڅنګ پراخ اقتصادي زيانونه هم اوښتي دي. د سېلابونو تازه څپې د هند په شمالي اسام ايالت کې ...
Read More »پاکستان له ایاېماېف د پور اخيستو لپاره د امريکا همکاري غوښتې
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې امريکا چمتووالی ښودلی څو د پيسو له نړيوال وجهي صندوق يا IMF څخه پاکستان ته د پور په اخيستلو کې همکاري وکړي. وړاندې پاکستاني رسنيو راپور ورکړی و، چې امريکا د پيسو نړيوال وجهي صندوق د لوی ونډهوال په توګه د دې صندوق ...
Read More »شمالي او سوېلي وزيرستان کې ۴ کسان هدفي وژل شوي
د شمالي وزيرستان ځايي مسوولان وايي، چې د ټوچي سيند په غاړه يې د دوو وژل شوو کسانو جسدونه موندلي دي. د چارواکو په خبره، دا دوه کسان د خيبر پښتونخوا د لکي مروت سيمې اوسېدونکي دي او هلته يې د رختونو کاروبار درلود. دوی ويلي، داسې ښکاري چې ياد ...
Read More »پاکستان حکومت: د علي وزير په خلاصون کې پرمختګ شوی، ښايي خوشی شي
پاکستاني چارواکو ويلي، چې له زندان څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د دې هېواد په پارلمان کې د سوېلي وزيرستان د خلکو استازي علي وزير په ازادېدو کې پرمختګ شوی دی. د پاکستان کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله له جيونيوز ټلوېزيون سره په خبرو کې ويلي، چې ...
Read More »امريکا له اوکراين سره د ۱.۲ مېليارد امنيتي او بشري مرستې اعلان وکړ
د امريکا ولسمشر جوبايډن وايي، چې د روسيې د نظامي بريد پر خلاف به تل د اوکراين په څنګ کې درېږي او پر وړاندې به يې له اوکراين سره هر راز بشري او اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي. نوموړي نن پنجشنبه د (غبرګولي په ۲۶مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، ...
Read More »نواز شريف: له مشرف سره شخصي دښمني نه لري او پاکستان ته را ستنېدای شي
د پاکستان واکمن مسليم ليګن ګوند مشر نواز شريف اعلان کړی، چې د دې هېواد له پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف سره هېڅ شخصي دښمني نه لري او کولی شي چې بېرته پاکستان ته ور وګرځي. وروسته له هغې چې پاکستان ته د مشرف د بېرته ور ګرځېدو راپورونه خپاره ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس