Home » سیمه او نړی (page 110)

سیمه او نړی

ملا فضل الرحمن: طالبان د پاکستان ريښتوني ملګري دي

د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند او د دغه هېواد د ولسواک غورځنګ مشر ملا فضل الرحمن وايي، د افغانستان طالبان د پاکستان ريښتوني ملګري او دوستان دي. نوموړي پرون د بلوچستان په چمن کې يوې غونډې ته د خبرو پرمهال وويل، د پاکستان او طالبانو ملګرتيا ته پام ...

Read More »

د اوکراين پر سر په ملګرو ملتونو کې د روسيې او امريکا استازو لفظي شخړه وکړه

د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې هغه مهال د روسيې او امريکا استازو ترمنخ لفظي شخړه رامنځته شوه، چې امريکايي لوري له اوکرين سره پر پوله د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په اړه د امنيت شورا د ځانګړې غونډې رابللو وړانديز وکړ. په دې سازمان کې ...

Read More »

د TTP بريدونو له وېرې پاکستاني پوځيانو د دندو پرېښودل پيل کړي

په پښتونخوا کې ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي، چې په وروستيو مياشتو کې د تحريک طالبان پاکستان له لوري پر پاکستاني پوځيانو او پوليسو د بريدونو له زياتېدو سره، د دغه هېواد د پوځيانو او پوليسو له لوري د خپلو دندو د پرېښودو پېښې زياتې شوي دي. سرچينې زياته کړې ...

Read More »

پاکستان: افغان ط.البانو ته د TTP او بلوڅ وسله‌والو مهمو کسانو نوم‌لړ سپارل شوی

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د نوم نه ښودلو په شرط د يوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له نيولو سره سم يې، د دوی سرپرست حکومت ته د تحريک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون‌پالو د مهمو ...

Read More »

نامالومو وسله‌والو په پښتونخوا کې يو پادري وژلی

د پښتونخوا ځايي چارواکو خبر ورکړی چې په پېښور کې نامالومو وسله‌والو د عيسويانو پر يوه پادري ډزې کړي او وژلی يې دی. د چاروکو په خبره پېښه پرون يک‌شنبه د (سلواغې په ۱۰مه) د پېښور اړوند د ګلبهار تاڼې په سيمه کې رامنځته شوې ده. دوی ويلي چې په ...

Read More »

عمران خان؛ چين ته د خپل سفر پرمهال له دې هېواد ۳ مېليارده ډالر پور غواړي

د پاکستان يوې حکومتي سرچينې د دغه هېواد ايکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې ته ويلي، ټاکل شوې لومړی وزیر عمران خان بيجينګ ته د خپل سفر پرمهال له چين څخه د ۳ مېليارد ډالري پور غوښتنه هم وکړي. سرچينو ويلي چې پاکستان دامهال د مالي ذخيرې له کمي سره مخ دی او ...

Read More »

“عبدلهيان له ګوټيريش سره په افغانستان کې د ګډ حکومت په اړه خبرې کړي”

د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن اميرعبدالهيان د ملګرو ملتونوله عمومي سرمنشي انتونيو ګوټيريش سره په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت په اړه خبرې کړي دي. د رسنيو د راپور له مخې، په دې ټليفوني خبرو کې دواړو لوريو د هغو سياسي هڅو ملاتړ کړی چې په افغانستان کې د ...

Read More »

مکرون: روسيه به پر اوکراين د بريد له امله لوړه بيه پرې کړي

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون خبرداری ورکړی چې پر اوکراين د بريد په صورت کې به روسيه د خپل دې عمل لوړه بيه پرې کړي. نوموړي پرون سې‌شنبه د (سلواغې په ۵مه) په برلېن کې د جرمني له لومړي وزير اولاف شولز سره په ګډ خبري کنفرانس کې ويلي، فرانسه ...

Read More »

د قطر امير د افغانستان پر مسايلو د بحث لپاره امريکا ته ځي

روېټر خبري اژانس د سرچينو په حواله راپور ورکړی چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د قطر امير شېخ تميم بن حمد ال ثاني د افغانستان پر مسايلو د بحث لپاره امريکا ته سفر وکړي. په راپور کې زياته شوې، چې د دوحې او واشنګټن ترمنځ د شوې همغږۍ پر بنسټ ...

Read More »

امريکا د روسيې احتمالي بريد له وېرې په اوکراين کې خپل سفارت تخليه کوي

د امريکا بهرنيو چارو وزارت يوه جګپوړي چارواکي خبريالانو ته ويلي، لا هم زيات احتمال شته چې روسيه به پر اوکراين وسله‌وال بريد وکړي. دې چارواکي چې نوم يې نه دی ښودلی شوی ويلي، امريکا د اوکراين په پلازمېنه کيف کې د خپل سفارت ډېری کارکوونکو ته امر کړی چې ...

Read More »