Home » افغانستان » رباب فاطمه د یوناما نوې مشرې په توګه نومول شوې
یوناما

رباب فاطمه د یوناما نوې مشرې په توګه نومول شوې

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتېرېش، بنګله‌دېشۍ ډیپلوماټه رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندویه پلاوي (یوناما) د نوې مشرې په توګه نومولې ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې، که د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې له دې وړاندیز سره مخالفت ونه کړي، د هغې ټاکنه به وروستۍ شي.

رباب فاطمه دا مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د لږ پرمختللو هېوادونو لپاره د دې سازمان لوړه استازې ده. نوموړې د ډیپلوماسۍ او نړیوالو همکاریو په برخه کې څو لسیزې تجربه لري او د تایید په صورت کې به د یوناما اوسنۍ مشره، روزا اوتونبایوا، ځایناستې شي.

د يادونې وړ ده، یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو د همغږۍ، بشري مرستو او له افغان لورو سره د اړیکو په برخه کې مهم رول لري.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...