Home » سیمه او نړی (page 108)

سیمه او نړی

عمران خان: که له افغانستان سره په مرستو کې جديت ونه شي، نو بې ثباتي به يې پاکستان هم وځپي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو وار بيا په افغانستان کې پر ناسم بشری وضعيت اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې نړيوال د وضعيت سمولو په موخه له طالبانو سره له همکارۍ پرته بله لار نه لري. نوموړي له CNN ټلوېزيون سره په تازه مرکه کې ويلي، ...

Read More »

زيلينسکي: بايډن دې د امريکا ملاتړ ثابتولو لپاره اوکراين ته سفر وکړي

د اوکراين او روسيې ترمنځ د وروستيو ناندريو په دوام سره د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي له خپل امريکايي سيال جوبايډن غوښتي،  چې له اوکراين څخه د امريکا د ملاتړ ثابتولو په موخه دې کيف ته سفر وکړي. زيلینسکي زياته کړې، کيف ته د بايډن سفر کولی شي چې اوکراين ...

Read More »

منظور پښتين: د علي وزير تر خوشې کېدو پورې به په سند کې پرلت دوام لري

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او پلويانو له تېرې يک‌شنبې ورځې د (سلواغې ۲۴مې) را په دېخوا د پاکستان په سند ايالت کې له زندان څخه د دغه غورځنګ د مخکښ غړي علي وزير د خلاصون په موخه پرلت پيل کړی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي، ...

Read More »

ټرمپ: د اوکراين وضعيت له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو پر وتلو پورې تړلی

د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو وار بيا د دغه هېواد اوسني ولسمشر جوبايډ پر کړنلاره نيوکې کړي او ويلي يې دي، له افغانستان څخه د امريکا ځواکونو په بېړه ايستلو سره، بايډن روسيې ته دا جرئت ورکړ چې پر اوکراين د بريد کولو هوډ پيدا کړي. ټرمپ له ...

Read More »

بايډن له پوتين سره د اوکراين په اړه ټليفوني خبرې کړي

په داسې حال کې چې د روسيې او اوکراين ترمنځ پر پوله د نازک وضعيت راپورونه ورکول کېږي، ورسره سم د امريکا ولسمشر جوبايډن خپل روسي سيال ولاديمير پوتين ته د اوکراين پر موضوع د خبرو لپاره ټليفون کړی. سپينې مانې په دې اړه خپره کړې اعلاميې کې ويلي، چې ...

Read More »

روسيه: په افغانستان کې د امريکا او ناټو پاتې شوې وسله سيمي ته ګواښ دی

د روسيې دفاع وزير سرګي شويګو له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته، له يادو ځواکونو پاتې شوو وسلو او مهماتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي دا اندېښنه د تېرې جمعې په ورځ د برېتانيا له دفاع وزير ...

Read More »

امريکا: روسيه ښايي پر اوکراين د بمبار او راکيټونو په وېشتلو سره بريد پيل کړي

امريکايي چارواکو يو وار بيا د روسيې او اوکراين ترمنځ په پوله کې د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې روسيه پر اوکراين د بريد کولو په حال کې ده. دا څرګندونې د ولسمشر بايډن ملي امنيت سلاکار جک سولېوان پرون جمعه د (سلواغې په ۲۲مه) ...

Read More »

مکرون: هڅه کوي چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې پر ځای باور رامنځته کړي

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون چې پرون دوشنبه د (سلواغې په ۱۸مه) مسکو ته رسېدلی وايي، د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره يې د اوکراين په اړه مفصل بحث او خبرې کړي دي. نوموړي زياته کړې، ولسمشر پوتين ته يې ويلي چې د داسې يو څه د موندلو په ...

Read More »

ايران او فنلنډ: په افغانستان کې د ټول‌ګډونه دولت رامنځته کول د ثبات لپاره مهم دی

د فنلنډ او ايران بهرنيو چارو وزيرانو پرون دوشنه د (سلواغې په ۱۸مه) په تهران کې د دوه اړخيزه مسايلو ترڅنګ د افغانستان پر وضعيت هم خبرې کړې دي. دواړو لوريو ټينګار کړی، چې په افغانستان کې دې داسې يو دولت رامنځته شي څو د دغه هېواد ټول اقشار په ...

Read More »

کووټې کې پر پاکستاني پوځيانو درنه چاودنه شوې

د بلوچستان ځایي چارواکو خبر ورکړی چې نن دوشنبه د (سلواغې په ۱۸مه) په کووټې ښار کې پر پاکستاني پوځيانو درنه چاودنه شوې ده. چارواکو ويلي چې چاودنه پر يوه بايسکل کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو په وسيله هغه مهال شوې، چې د پوځيانو يو موټر د ...

Read More »