Home » سیمه او نړی (page 103)

سیمه او نړی

بايډن: له روسيې سره د جګړې لپاره کافي وسلو ته د اوکراين لاسرسی به يقيني شي

د امريکا ولسمشر جوبايډن وايي، له اوکراين سره د مرستو له لارې هڅه کوي څو دا باوري چې دغه هېواد د روسي ځواکونو پر وړاندې د جګړې کولو په موخه کافي وسلې او مهمات لري. نوموړي پرون دوشنبه ناوخته د (کب په ۲۳مه) خپل ټوېټر کې ويلي، امريکا ژمنه ده ...

Read More »

امريکا: روسيې په اوکراين کې د جګړې لپاره له چين د نظامي مرستې غوښتنه کړې

امريکا ادعا کړې چې روسيې له چين څخه غوښتنه کړې، څو په اوکراين کې د جګړې لپاره نظامي مرسته او همکاري ورسره وکړي. د يادې ادعا له مخې، روسيه د اوکراين په جګړې د کمزورې کېدو په حال کې ده او له همدې کبله يې خپل متحد چين ته د ...

Read More »

سعودي عربستان په يوه وار ۸۱ تنه اعدام کړي

د سعودي عربستان دولت په يوه اقدام کې ۸۱ تنه هغه کسان په يوه وار اعدام کړي، چې پر لويو جرمونو او دغه راز له ترهګرو ډلو سره يې اړيکې درلودې. د سعودي عربستان دولتي اژانس پرون شنبه د (کب په ۲۱مه) خبر ورکړی چې په اعدام شوو کسانو کې ...

Read More »

د ترکمنستان په ولسمشريزو ټاکنو کې ۳.۴ ميليونه کسانو رايه وکاروله

پرون شنبه د (کب په ۲۱مه) د ترکمنستان خلک په ولسمشريزو ټاکنو کې د رايې ورکولو په موخه، د رايې ورکولو مرکزونو ته را ووتل. د دغه هېواد د ټاکنو مرکزي کمېسيون ويلي، چې د رايې ورکولو بهير د شنبې تر ناوخت پورې دوام درلود او په ترڅ کې يې ...

Read More »

داعش د ابوبکر البغدادي ورور خپل نوی مشر وټاکه

د اسلامي دولت ډلې يا داعش اعلان کړی چې ابو الحسن الهاشمی القرېشي يې د خپل نوي عمومي مشر په توګه ټاکلی دی. روېټرز خبري اژانس د دوو عراقي او يوې لوېديځې سرچينې په حواله راپور ورکړی، چې د القرېشي اصلي نوم جمعه اواد البدري دی او د يادو سرچينو ...

Read More »

عمران خان؛ ملا فضل‌الرحمن ډېزلي ياد کړی؛ خو هغه يې خبرې د لوچکانو بللي

له اوونيو راهيسې د پاکستان واکمن تحريک انصاف او مخالفو سياسي ګوندونو ترمنځ لانجې دوام لري او دا لانجې دې اوج ته رسېدلي چې د لومړي وزير عمران په شمول د پاکستان سياسي مشران يوه او بل ته د سپکو او سپورو ويل پيل کړي. عمران خان پرون جمعه د ...

Read More »

تايوان: که چين بريد وکړي، په لوړه بيه به ورته تمام شي

د تايوان دفاع وزير “چيو کو چنګ” خبرداری ورکړی، چې که چين پر دغه هېواد بريد وکړي نو د دې کار لوړه بيه به پرې کړي. نوموړي دا څرګندونې نن د (کب په ۱۹مه) کړي او ويلي يې دي، چې تايوان په هېڅ صورت د جګړې غوښتونکی نه دی؛ خو ...

Read More »

زلينسکي: روسي ځواکونو په ماريوپول کې د ماشومانو روغتون بمبار کړی

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي پرون چهارشنبه د (کب په ۱۸مه) په خپل ټوېټر کې داسې وېډيو خپره کړې، چې د نوموړ د ادعا له مخې د اوکراين په سوېل ختيځ ښار ماريوپول کې د ماشومانو پر روغتون د روسي ځواکونو له بريد وروسته وضعيت ښکاره کوي. نوموړي ادعا کړې ...

Read More »

د پاکستان په پارلمان کې د عمران خان حکومت د پرځولو سياسي هڅې پيل شوي

د پاکستان په پارلمان کې د دغه هېواد د تحريک انصاف په مشرۍ د اوسني حکومت سياسي مخالفانو جبهه تشکيل کړې او هڅه کوي چې د عمران اوسنی حکومت له سياسي لارو را وپرځوي. د لومړي وزير عمراخان د حکومت په مخالفو سياسي ګوندونو کې د خلکو ګوند (پپلز پارټي) ...

Read More »

“ښايي کېف په څو ساعتونو کې د روسيې ځواکونو له لوري ونيول شي”

فاکس نيوز خبر ورکړی چې روسي ځواکونو د اوکراين پلازمېنې کېف ښار په ټولو څڼدو کې کمين نيول او په تمه دي چې پر دغه ښار د عملياتو پيلولو امر ترلاسه کړي. د فاکس نيوز د راپور له مخې، د کېف دې محاصرې ته په پام سره داسې اټکل کېږي ...

Read More »