Home » افغانستان (page 11)

افغانستان

داسلامي علماوو ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د بندېدو غوښتنه کړې

د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې رئیس، علي القره ‌‌داغي د یوې فتوا په صادرولو سره د روژې مبارکې میاشتې پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو سمدستي بندېدو غوښتنه کړې ده. القره ‌‌داغي په یوه بیان کې ټینګار کړی، چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ جګړه د اسلام له ...

Read More »

د جرمني په بن ښار کې د افغان اتباعو لپاره د پاسپورټ وېش بېرته پيل شو

د جرمني په بن ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ اعلان کړی چې له اوږد ځنډ وروسته يې د هېواد اتباعو لپاره د پاسپورټ وېش بيرته پيل کړی. د یادې قونسلګرۍ د چارواکو په وینا، شاوخوا ۴۰۰۰ پاسپورټونه دا مهال د چاپ په حال کې دي او ټاکل شوې ده چې ...

Read More »

يلدا حکيم د کال د غوره ټلوېزيوني وياندې جايزه وګټله

د سکای‌نیوز افغاني‌الاصله خبریالې یلدا حکیم د کال د غوره ټلوېزیوني شبکې د ویاندې جایزه وګټله.نوموړې دا جایزه د بریټانیا د «سلطنتي ټلوېزیون د جایزو ټولنې» په کلنیو مراسمو کې چې په دغه هېواد کې له مشهورو پروګرامونو ګڼل کېږي، ترلاسه کړې ده. د یاد پروګرام کتونکي پلاوي د ټلوېزیون ...

Read More »

د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه نړیوالې اندېښنې

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ له لارې حل شي. کابلوف دغه څرګندونې تېره ورځ په مسکو کې د ا.ا له سفیر ګل حسن حسن سره دليدنې پر مهال کړې.په مسکو کې افغان سفارت پر ...

Read More »

د بښنې نړيوال سازمان؛افغان خاوره کې د پاکستان پوځ برېدو ته غبرګون ښودلی

د بښنې نړيوال سازمان د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د پاکستان پوځي رژيم لخوا پر ننګرهار او پکتيکا ولايتونو کې د برېدونو له امله د ملکي وګړو تلفاتو ته اندېښنه لري. په دې اعلامیه کې راغلي، چې دغه پېښه باید په شفافه، خپلواکه او بې‌طرفه توګه وڅېړل ...

Read More »

ريجارډ بنټ د پاکستان پوځ په برېدونو کې د افغان ملکيانو پر مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ، د پاکستان د پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو، په ځانګړي توګه د ماشومانو پر مرګ‌ژوبله خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. بنټ د دې پېښو په اړه ویلي، چې د پاکستان ...

Read More »

د بشري حقونو نړیوال بنسټ: پر ملکي وګړو برید له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده

د بشري حقونو نړیوال بنسټ(IHRF) د اعلامیې په خپرولو سره وایي، پر ملکي وګړو بریدونه له نړیوالو بشردوستانه قوانینو ښکاره سرغړونه ده. د دوی په خبره، د نوزېږو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ وژلو لپاره هېڅ ډول توجیه د منلو نه ده. یاد بنسټ د پاکستان د برید په ...

Read More »

حامدکرزي پر افغان خاوره د پاکستاني پوځ برېدونه غندلي

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان پوځي رژيم هوايي بریدونه غندلي او هغه یې د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض بللی. کرزي پر پاکستان غږ کړی چې د افغانستان په اړه پر خپلو پالیسیو بیا کتنه وکړي او د ښه ګاونډیتوب لاره ...

Read More »

پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان هوايي برېدونه؛ کابل د اسلام اباد اقدام غندلی

دپاکستان هوایي برېد

د پاکستان له لوري د پرله‌پسې تیریو په دوام، یو ځل بیا د افغانستان د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې پر ملکي اهدافو هوايي بریدونه شوي دي.د راپورونو پر بنسټ په دغو بریدوند کې د دیني مدرسې او د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي چې له ...

Read More »

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو تر ټولو سخته څپه پیل شوې

پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو، بندي کولو او جبري ایستلو تر ټولو سخت پړاو پیل شوی دی.راپورونه ښيي امنیتي ادارو په اسلام‌اباد، کویټه، کراچۍ، پېښور او نورو ښارونو کې پراخ عملیات پیل کړي، چې پکې سلګونه افغان کډوال له قانوني اسنادو پرته یا د اسنادو د ارزونې تر نامه ...

Read More »