ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او د وچکالۍ، د نړیوالو مرستو کمښت او د کډوالو پراخو راستنېدنو د خلکو اقتصادي وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.
د راپور له مخې، نږدې درې پر څلورمه برخه افغانان خپلو لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري او ګڼې کورنۍ د پورونو او خوراکي توکو د کمښت له جدي ستونزو سره مخ دي.
راپور زیاتوي، که څه هم د افغانستان اقتصاد د دویم پرلهپسې کال لپاره محدوده وده کړی، خو د نفوس د زیاتوالي له امله د هر وګړي عاید ۲.۱ سلنه راکم شوی دی.
د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې همداراز ویلي، چې افغانستان کې لا اقتصاد دومره وده نده کړې چې د خلکو د ژوند پر وضعیت مثبته اغېزه وکړي او د کار، روغتیا او لومړنیو خدماتو برخې له جدي فشار سره مخ دي.
د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د ۲.۹ میلیونه افغان کډوالو راستنېدو ۱.۴ میلیونه نور کسان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
همداراز د بودجې او مرستو د کمښت له امله تر ۴۴۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي او یا یې خدمات محدود شوي، چې له امله یې میلیونونه کسان له لومړنیو روغتیايي خدمتونو بېبرخې شوي دي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که نړیوال ملاتړ زیات نه شي، بشري ناورين به لا زيات شي.
دا په داسې حال کې ده چې وار له مخې د خوړو نړیوال پروګرام هم ويلي و، چې د افغانستان شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه نفوس د خوړو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس