د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د څه باندې ۴۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه ویلي دي چې له دې جملې ۴۵ میلیونه ډالر ...
Read More »ا.ا: په افغانستان کې ۱۸ میلیونه فعال سیم کارټونه بیا ثبت شوي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په ټول افغانستان کې د لږ تر لږه ۱۸ میلیونه فعالو سیم کارټونو د بیا ثبتولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا پروسه په چټکۍ سره روانه ده. د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي نن شنبه، د مارچ ۱۵مه ( د ...
Read More »ا.ا له عمان څخه په یاد هېواد کې د افغان بندیانو د بند سزا د کمولو غوښتنه کړې
د بهرنیو چارو وزیر د عمان له چارواکو غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې برابرې کړي او په هېواد کې د افغان بندیانو د بند سزا کمه کړي.تر اوسه دا نه ده روښانه چې په عمان کې څومره افغانان بندیان دي. د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په ...
Read More »محمد تمیم نسیمي: «د ښې راتلوونکې لپاره، زده کړه غوره ټاکنه ده»
محمد تمیم نسیمي، چې د کاردان پوهنتون محصل او د قران کریم حافظ دی، زده کړه د ښې راتلونکې لپاره غوره ټاکنه ګڼي. له همدې امله، هغه د سوداګرۍ او ادارې په برخه کې زده کړې کوي، ترڅو په راتلوونکي کې د یو بریالي سوداګر کېدو لپاره اړین روزنه ترلاسه ...
Read More »نیمروز کې د موټر د غلو یوه ډله ونیول شوه
د نیمروز سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې په دغه ولایت کې یې د وسله والو غلو یوه پیاوړې ډله نیولې ده. دا ډله په نیمروز او ګاونډیو ولایتونو کې او همدارنګه په لویو لارو کې د خلکو د موټرو په غلا کولو او بیا نورو ولایتونو او ان بهر ...
Read More »معلولیت محدودیت نه دی
بصیره یوه معلوله او یتیمه نجلۍ ده، خو د دواړو لاسونو په نهلرلو سره هڅه کوي چې د خیاطۍ په برخه کې له خپلو پښو څخه کار واخلي او د کورنۍ اقتصاد پیاوړی کړي. بصیره د ننګرهار اوسېدونکې ده، هغه وایي: “زه معلوله او یتیمه یم. مور مې ناروغه ده، ...
Read More »ډنمارک د افغانستان له بشري صندوق سره ۶.۹ میلیون ډالر مرسته وکړه
د افغانستان ځانګړي بشري صندوق اعلان کړی چې ډنمارک هېواد ورسره ۵۰ میلیون ډنمارکي کرون، چې ۶.۹ میلیون امریکايي ډالر کېږي، مرسته کړې ده. یاد صندوق د دې مرستې د هرکلي ترڅنګ پر خپله اېکس پاڼه له ډنمارک څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا مرستې د ...
Read More »اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ( اوچا ) وايي چې روژه داسې وخت راغله چې په افغانستان کې ډېرې کورنۍ د خوراک لپاره څه نه لري. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (یکشنبې، د کب ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په ...
Read More »کندهار کې سېلابونو د یوشمېر کسانو ژوند اخیستی
په کندهار کې د پېښو په وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې مسوولینو ویلي چې د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې پرون (سهشنبې، د کب ۶مه) د ناڅاپي سېلاب راوتلو له امله دریو نجونو ژوند له لاسه ورکړی دی. دې ادارې په یوه بله اعلامیه کې زیاته کړې، چې ...
Read More »یونیسف وایي، په ۲۰۲۴ کال یې له څه باندې ۱۹ میلیونه افغانانو سره مرسته کړې
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې یې د تېر ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې له ۱۹ میلیونو څخه زیاتو کسانو ته د روغتیا، پوهنې، ماشومانو ساتنې، ټولنیزو اسانتیاوو د پروګرامونو له لارې د ژوند ژغورنې په برخو کې مرستې برابرې کړي دي. د ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس