Home » افغانستان » د اقتصادي کميسيون په وروستۍ ناسته کې ۱۲ پروژې تاييد شوې
اقتصادي کمیسیون

د اقتصادي کميسيون په وروستۍ ناسته کې ۱۲ پروژې تاييد شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت اعلان کړی چې د ۱۲ مهمو انکشافي پروژو طرحې تر تایید وروسته اړوندو ادارو ته د عملي کېدو لپاره سپارل شوې دي. د چارواکو په وینا، دا پروژې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا، ترانسپورټ، روغتیا او کرنې په برخو کې د بنسټیزو خدمتونو د پیاوړتیا لپاره طرحه شوې او تمه ده چې د خلکو پر ژوند مستقیم مثبت اغېز ولري.

د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې پکتیکا ته د برېښنا لېږد، له غزني څخه د ډبل سرکټ کرښې غځول او د سب‌سټېشن پاتې کارونه بشپړول، له نورالجهاد سب‌سټېشن څخه هرات، فراه او نیمروز ته د برېښنا مزي غځول، او همدارنګه د هلمند ګرشک ولسوالۍ د سیدانو کلي ته د برېښنا رسول شامل دي. سربېره پر دې، له کندهار ختیځ سب‌سټېشن او کجکي بند څخه تر ترینکوټ نوي سب‌سټېشن پورې د برېښنا د لېږد پروژې هم د پلان برخه دي.
په ورته وخت کې، د فاریاب په پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې د دهنه درې بند او د خشت پل د اوبو لګولو پروژې، ۲۱۵ قول اردو ته د برېښنا رسول، د کندهار عینو مېنې د ۳۵۰ بستریز روغتون فعالول او پراختیا، او د نیمروز په مرکز کې د لوی جامع جومات جوړول هم پکې شامل دي. همدارنګه، د تورغونډۍ–هرات او اندخوی–شبرغان–مزارشریف د اوسپنې پټلۍ غځولو پروژې د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره مهم ګامونه بلل کېږي. چارواکي وایي، د دغو پروژو پلي کېدل به اقتصادي فعالیتونه چټک او د کارموندنې فرصتونه زیات کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

سیمه‌ییز امنيت لپاره د افغانستان امنيت اړين ګڼل شوې

د قرغیزستان ولسمشر سدیر جباروف ...