Home » افغانستان » د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا سلګونه کتابونه او فرمانونه ډیجیټلي شول
د اطلاعاتو او کلتور وزارت

د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا سلګونه کتابونه او فرمانونه ډیجیټلي شول

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ويلي، چې د هېواد ملي آرشیف ادارې د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې د فرهنګي میراثونو د ساتنې په موخه سلګونه جلده کتابونه، خطي نسخې او تاریخي فرمانونه ډیجیټلي کړي دي.

د یاد وزارت په وینا، په دې موده کې د یوې نسب‌نامې ترڅنګ ۷۴۱ جلده کتابونه، ۲۳۲ خطي نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل شوي دي.
د مالوماتو له مخې، ملي آرشیف د یادو آثارو د خوندي ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د انتقال لپاره د ترمیم او بیارغونې چارې هم ترسره کړې دي.
ياد وازارت همداراز ويلي، چې په همدې موده کې ۸۳۰ جلده کتابونه، ۶ خطي نسخې او ۴ تاریخي فرمانونه هم ترمیم او بیا ورغول شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت زياته کړې، چې د هېواد د تاریخي او کلتوري شتمنیو د راټولولو لړۍ لا هم دوام لري او په تېرو میاشتو کې ۳۲ نوې خطي نسخې هم ملي ارشیف ته سپارلې دي.

چارواکي وایي، د کلتوري شتمنيو د ډیجیټلي کولو چارې او د ساتنې دغه بهیر به د کلتوري اثارو د خوندیتوب او لاسرسي په برخه کې مهم رول ولوبوي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

سیمه‌ییز امنيت لپاره د افغانستان امنيت اړين ګڼل شوې

د قرغیزستان ولسمشر سدیر جباروف ...