Home » سیمه او نړی » غزه کې د اسرائیلي رژيم بریدونو له امله د فلسطینیانو د مرګ‌ژوبلې شمېر زیات شوی
غزه

غزه کې د اسرائیلي رژيم بریدونو له امله د فلسطینیانو د مرګ‌ژوبلې شمېر زیات شوی

اسوشیټډ پرېس راپور ورکړی، چې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، پر غزې د اسرائیلي رژیم د یرغل په پایله کې د فلسطیني شهیدانو شمېر ۷۴ زره او ۱۶ ته رسېدلی او ۱۷۵ زره او ۶۸ نور ټپیان شوي دي.


د راپور له مخې، په غزه کې د تېر کال د اوربند له اعلان وروسته هم ۱۱۴۵ فلسطینیان شهیدان شوي دي.بلخوا، د ملګرو ملتونو او یونیسف د وروستیو معلوماتو له مخې، نږدې دوه میلیونه فلسطینیان په غزه کې بې‌ځایه شوي او ډېری یې په موقتي او ګڼ‌مېشتو کمپونو کې له سختو بشري شرایطو سره مخ دي.

اسوشیټډ پرېس وايي، د جګړې له امله په غزه کې پراخه ویجاړۍ رامنځته شوې او د اوربند له اعلان سره سره لا هم د بریدونو او مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

حامد کرزي د پاکستان هوايي بریدونه وغندل؛ له اسلام‌اباد یې د ښه ګاونډیتوب غوښتنه وکړه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد ...