د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سید کریم هاشمي، د چین له سفیر جاوشینګ سره د مخهښې په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، هاشمي له افغان خصوصي سکټور سره د چین د سفیر د همکاریو او ملاتړ مننه کړې او چینايي سوداګرو او پانګوالو ته یې د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
بلخوا، د چین سفیر د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر دوام او لا پراختیا ټینګار کړی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس