Home » افغانستان » حامد کرزي د پاکستان هوايي بریدونه وغندل؛ له اسلام‌اباد یې د ښه ګاونډیتوب غوښتنه وکړه
حامد کرزی

حامد کرزي د پاکستان هوايي بریدونه وغندل؛ له اسلام‌اباد یې د ښه ګاونډیتوب غوښتنه وکړه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري د کندهار، خوست او پکتیا پر سیمو وروستي هوايي بریدونه په کلکه غندلي دي.
کرزي ویلي چې پاکستان یو ځل بیا د افغانستان پر بېلابېلو سیمو بريدونه کړې دي او داسې ښکاري چې اسلام‌اباد لا هم خپلې منفي تګلارې ته دوام ورکوي، چې اغېزې یې اوس خپله پاکستان ته هم رسېدلې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانان، له هر ډول توپیر پرته، د پاکستان د دغو بریدونو په مقابل کې یو موټی او متحد ولاړ دي. کرزي یو ځل بیا له پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې د ښه ګاونډیتوب لاره غوره کړي او له افغانستان سره خپل روابط په متمدنانه توګه تنظیم کړي.

حامد کرزی: «پاکستان یووار بیا د گران هیواد په کندهار، خوست او پکتیا کې بمبارۍ وکړې. داسې ښکاري چې اسلام آباد د خپلې هغې منفي تگلارې له ادامې لاس نه اخلي کومه چې اور یې نن خپلې لمنې ته هم رسیدلی. پاکستان دې پدې پوه وي چې افغانان ټول، له هر ډول توپیر پرته د پاکستان ددې تیریو په مقابل کې یو موټی او متحد ولاړ دي.
یوځل بیا د پاکستان پر حکومت ږغ کوم چې د افغانستان سره د ښې همسایگۍ لاره اختیار کړي او زموږ سره دې خپل روابط متمدنانه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې دوشنبې په سهار هم د افغانستان پر څو ولایتونو هوايي بریدونه کړي وو، چې په پایله کې یې یو شمېر افغان ملکي وګړي شهیدان او څو تنه نور ټپیان شول.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

روسیې افغانستان او مرکزي اسیا ته ۲.۵ میلیونه ټنه ډیزل صادر کړی

رویترز راپور ورکړی چې روسیې ...