Home » افغانستان » د سپټمبر ۲۸مه؛ د معلوماتو د حق نړیواله ورځ
د معلوماتو د حق نړیواله ورځ

د سپټمبر ۲۸مه؛ د معلوماتو د حق نړیواله ورځ

نن، د سپټمبر ۲۸مه، معلوماتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ده؛ هغه ورځ چې معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي د حق د اهمیت په اړه د پوهاوي لوړولو او د دغه حق د لا ښه پلي کېدو لپاره د هڅو د پیاوړتیا په موخه لمانځل کېږي.

یونسکو په ۲۰۱۵ کال کې د سپټمبر ۲۸مه د معلوماتو ته د نړیوال لاسرسي ورځې په توګه وټاکله، او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۲۰۱۹ کال کې دا ورځ په رسمي توګه په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندله.


د یونسکو په وینا، معلوماتو ته عادلانه او پراخ لاسرسی د بشري حقونو او انساني کرامت د پیاوړتیا، د بې‌وزلۍ د کمولو او د ټولشمولو او پوهه‌محورو ټولنو د جوړېدو لپاره بنسټیز اهمیت لري.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د عامې روغتیا وزارت: د تړل شویو روغتیايي مرکزونو لپاره د بدیل ملاتړ هڅې روانې دي

د عامې روغتیا وزارت وايي، ...