Home » افغانستان » هند او یوناما د افغانستان پر بشري وضعیت او اړتیاوو خبرې کړې
هند او یوناما

هند او یوناما د افغانستان پر بشري وضعیت او اړتیاوو خبرې کړې

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرام میسري د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې کتلي دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت او د بشري مرستو اړوندو موضوعاتو خبرې شوې دي. بلخوا د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جسوال په اېکس پاڼه کې ویلي، میسري ټینګار کړی چې د افغانانو بشري اړتیاوو ته باید لا هم لومړیتوب ورکړل شي. نوموړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) رول هم ستایلی دی.

د معلوماتو له مخې، میسري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماموریت سره د هند د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړی دی. دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې افغانستان له بشري او اقتصادي ننګونو سره مخ دی او نړیوالې ادارې د افغانانو د پام وړ بشري اړتیاوو په اړه خبرداری ورکوي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د قطر امیر: په غزه کې روان وضعیت په رښتینې مانا نسل‌وژنه ده

د قطر امیر شیخ تمیم ...