Home » افغانستان » ملګرو ملتونو د افغان ښځینه متشبثو د ملاتړ لپاره د ۱.۷ میلیونه ډالرو پروګرام پیل کړ
UNDP

ملګرو ملتونو د افغان ښځینه متشبثو د ملاتړ لپاره د ۱.۷ میلیونه ډالرو پروګرام پیل کړ

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو له ادارې (UN Women) سره په ګډه د افغان ښځینه متشبثو د ملاتړ لپاره نوی پروګرام پیل کړی دی.

د دې پروګرام لپاره ۱.۷ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شوي چې ټاکل شوې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې شاوخوا ۱،۵۰۰ ښځینه متشبثې په مستقیم ډول او له ۱۴ زرو ډېر کسان په غیرمستقیم ډول ترې ګټه واخلي.

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام وايي، چې د ياد پروګرام د پراختیا لپاره ۱۰ میلیونه ډالرو اضافي مرستې ته اړتیا لري. د دغو پیسو په برابرېدو سره به شاوخوا ۱۰ زره نورې افغان ښځینه متشبثې په مستقیم ډول او نږدې ۷۰ زره کسان په غیرمستقیم ډول د پروګرام له ملاتړ څخه برخمن شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

مجاهد: د پاکستان هوايي بریدونه «ړانده او بزدلانه» دي؛ مناسب ځواب به ورکړل شي

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد ...