Home » افغانستان » مجاهد: د پاکستان هوايي بریدونه «ړانده او بزدلانه» دي؛ مناسب ځواب به ورکړل شي
ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد: د پاکستان هوايي بریدونه «ړانده او بزدلانه» دي؛ مناسب ځواب به ورکړل شي

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې پاکستاني ځواکونو تېره شپه د کندهار، پکتیا او خوست پر ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې څلور ملکي افغانان شهیدان شوي دي.

نوموړي دغه بریدونه «ړانده او بزدلانه» بللي او د افغانستان پر خاوره یې ښکاره تجاوز او جنایت ګڼلی دی. مجاهد ټینګار کړی چې د دغو بریدونو په وړاندې به د پاکستان پوځي رژیم ته «مناسب ځواب» ورکړل شي او د ډرون الوتکو په اړه د پاکستاني پوځي حلقو ادعاوې یې د دغو بریدونو د توجیه هڅه بللې ده.

ذبيح الله مجاهد: « تیره شپه د ۱۴۰۵ل کال د تلې ۲مې د پاکستاني نظامي رژيم لخوا یو ځل بیا د افغانستان پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو تجاوز او هوايي بمبار وشو. په دغه جنایتکارانه تجاوز کې څلور تنه عام هېوادوال شهیدان شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت دغه ړانده او بزدلانه بریدونه په کلکو ټکو غندي، د ټولو اصولو خلاف صريحه سرغړونه او ښکاره تجاوز او جنایت یې بولي.
د افغانستان اسلامي امارت خلکوته ډاډ ورکوي چې د پاکستان پوځي رژيم د دغو بې شرمانه تجاوزونو او تیریو په وړاندې، د پریکنده دريځ په نیولو سره به مناسب ځواب ورکړل شي ان شاءالله.
د دې لپاره چې دغسې بې باکه تجاوز اوظلم توجيه کړي، تیره ورځ پاکستانیو پوځي حلقاتو اوازه خپره کړه چې ګنې له افغانستان څخه د دوی خواته ډرون الوتکې اوښتي.»
نوموړي همداراز ویلي چې پاکستان د خپلو داخلي ستونزو پر وړاندې د ناتوانۍ د توجیه کولو په موخه یو ځل بیا پر افغان خاوره هوايي یرغل کړی او ټینګار یې کړی چې «داسې بې‌محاسبې، بې‌احتیاطه او کرکجن اقدامات بې له شکه د افغان ملت غوسه پاروي چې د پاکستاني نظامیانو لپاره به ناوړه پایلې ولري.»

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنه او ۲۰ هېوادونه د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالو معيارونو غوښتنه کوي

د راپورونو له مخې، اروپايي ...