Home » افغانستان » ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه
رباب فاطمه

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه

انتونیو ګوترېش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، د چهارشنبې په ورځ بنګلدېشۍ ډیپلوماټه رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه په رسمي ډول وټاکله.

نوموړې د قرغیزستانۍ ډیپلوماټې روزا اوتونبایوا ځای ناستې شوې ده، او د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوتونبایوا د خدمتونو او همدارنګه د کاناډا د جورجټ ګانیون، چې تر دې مهاله یې د یوناما د سرپرستې استازې په توګه دنده ترسره کوله، مننه کړې ده.

رباب فاطمه له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د لږ پرمختللو، په وچه کې راګیر او کوچنیو ټاپوګانو د پرمختیايي هېوادونو د دفتر (UN-OHRLLS) د سرمنشۍ مرستیاله او لوړه استازې وه. هغې له ۳۰ کلونو ډېر د ډیپلوماسۍ، نړیوالو اړیکو، بشري حقونو، پراختیايي پروګرامونو او د سولې جوړونې په برخو کې تجربه لري او د بنګلدېش دایمي استازې په توګه یې هم په ملګرو ملتونو کې دنده ترسره کړې ده.د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې، رباب فاطمه په ۲۰۲۲ کال کې د سولې جوړونې د کمېسیون لومړنۍ ښځینه مشره وټاکل شوه. نوموړې د یونیسف د اجرائیوي بورډ او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د اجرائیوي بورډ مشري هم کړې او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اووه اویایمې دورې د مرستیالې په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده.

د رباب فاطمې ټاکنه داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره میاشت د یوناما مأموریت د یوه بل کال لپاره، د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۱۷مې، وغځاوه. یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر ټولو مهم سیاسي مأموریت دی او د سیاسي، بشري او بشردوستانه فعالیتونو د همغږۍ مسؤلیت پر غاړه لري.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په بلخ کې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي درېیم نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان د صنعت او ...