د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت میلیونونه افغان کډوال د خپلسرو نیونو له جدي ګواښ سره مخ دي او د هغوی افغانستان ته جبري ستنول ورځ تر بلې زیاتېږي. دغه سازمان ټینګار کړی چې دا وضعیت د کډوالو لپاره جدي اندېښنه رامنځته کړې ...
Read More »Monthly Archives: جون 2026
د جون ۲۰مه: د کډوالو نړیواله ورځ
د 2026 کال د کډوالو نړیواله ورځ “تر هغه چې هر څوک خوندي نه وي” شعار لاندې داسې مهال نمانځل کېږي چې میلیونونه افغانان لا هم د جګړو، اقتصادي ستونزو او بېثباتۍ له امله د کډوالۍ ژوند تېروي. افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اوږدې مودې ...
Read More »کونړ او بغلان کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره کورونه رغول کيږي
ملګرو ملتونو د بشري مېشتځایونو ادارې (UN-Habitat) ویلي چې د کونړ او بغلان ولایتونو په شمال ختیځو سیمو کې د راستنېدونکو کورنیو لپاره د ۸۰۰ استوګنیزو کورونو د ترمیم او ښهوالي چارې روانې دي.د دغې ادارې په وینا، د کورونو د بیارغونې موخه دا ده چې راستنېدونکې کورنۍ خوندي او ...
Read More »هند له افغانستان سره د پنځو ټنو اړينو درملو مرسته کړې
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال وايي چې هېواد یې له افغانستان سره د پنځو ټُنو اړینو درملو مرسته وکړه.نوموړي پر اېکسپاڼه ليکلي، چې هند د افغانانو د هوساینې او ملاتړ لپاره خپلې ژمنې یو ځل بیا تازه کوي.رندهير جېسوال: “هند کابل ته د ضروري درملو ۵ ټنه ...
Read More »خوشحال خان کاکړ: د اسلاماباد ناسمو سیاستونو د پښتونخوا سوداګري زیانمنه کړې
د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړي خوشحال خان کاکړ پر اسلاماباد نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ناسمو سیاستونو له امله یې د پښتونخوا د پښتنو سوداګریزې اړیکې له افغانستان سره زیانمنې کړې دي. نوموړي ویلي، د پښتونخوا پښتانه له افغانستان سره ...
Read More »د ملګرو ملتونو نوی لوړپوړی چارواکی افغانستان ته راورسېد
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال، د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي برونو لمارکي کابل ته رسېدلی او د سهشنبې په ورځ یې خپله دنده په رسمي ډول پیل کړې ده. نوموړی د فرانسې تبعه دی ...
Read More »اروپايي مشران د جي۷ غونډه کې پر ایران او اوکراین د ټرمپ د دریځ د بدلون غوښتنه کوي
د جي۷ سرمشریزې په ترڅ کې اروپايي مشرانو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ایران او اوکراین په تړاو مهمې خبرې مطرح کړې دي. د راپورونو له مخې، اروپايي هېوادونه اندېښنه لري چې له ایران سره هر ډول لنډمهاله او سطحي هوکړه ښايي د دغه هېواد د اټومي ...
Read More »د پاکستان د ملي اسمبلۍ يوه غړي د پاکستان حکومت سياستونه نقد کړي
د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي اسد قیصر، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو محدودیتونو پر ضد انتقاد کړی او ویلي یې دي چې افغانستان په پېښور کې د صنعت د پرمختګ یوازینۍ لاره ده.هغه د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې په یوه ناسته کې خبرداری ورکړی چې له ...
Read More »امنیت شورا نن د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه رایهاچونه کوي
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د غځولو په اړه رایهاچونه ترسره کړي.د شورا د نوې پرېکړهلیک له مخې، د یوناما ماموریت به د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۱۷مې پورې د یو بل کال لپاره ...
Read More »په کابل ښار کې د افغان انلاین ټکسي خدمات پيل شول
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې د لومړي ځل لپاره یوې ترانسپورتي کمپنۍ په رسمي ډول په کابل ښار کې د انلاین ټکسي خدمتونه پیل کړي دي. یاد وزارت په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترانسپورتي خدمتونو د عصري کولو او د خصوصي سکټور د ملاتړ ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس