Home » افغانستان » د ملګرو ملتونو نوی لوړپوړی چارواکی افغانستان ته راورسېد
یوناما

د ملګرو ملتونو نوی لوړپوړی چارواکی افغانستان ته راورسېد

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال، د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي برونو لمارکي کابل ته رسېدلی او د سه‌شنبې په ورځ یې خپله دنده په رسمي ډول پیل کړې ده. نوموړی د فرانسې تبعه دی او د اندریکا راټواټه پر ځای ټاکل شوی دی.

لمارکي داسې مهال افغانستان ته رسېدلی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ په اتفاق سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه او د نوي پرېکړه‌لیک له مخې، د یوناما اوسنی ماموریت به د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۱۷مې دوام وکړي.

ټاکل شوې چې برونو لمارکي په افغانستان کې د یوناما د پراختیایي څانګې مشري هم پر غاړه ولري. نوموړي تر دې وړاندې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او هایټي کې د ملګرو ملتونو په بېلابېلو لوړو دندو کې کار کړی او د بشري مرستو، بیارغونې او پراختیایي چارو په برخه کې پراخه تجربه لري.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...