Home » دسته‌بندی نشده » امنیت شورا نن د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه رایه‌اچونه کوي
یوناما

امنیت شورا نن د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه رایه‌اچونه کوي

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د غځولو په اړه رایه‌اچونه ترسره کړي.
د شورا د نوې پرېکړه‌لیک له مخې، د یوناما ماموریت به د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۱۷مې پورې د یو بل کال لپاره وغځول شي.
دغه مسوده د څو اوونیو خبرو اترو او سلا مشورو وروسته د شورا د غړو له لوري چمتو شوې ده.
د راپورونو له مخې، تمه کېږي چې یاده پرېکړه‌لیک د امنیت شورا د غړو په ملاتړ تصویب شي. یوناما چې اوسنی ماموریت یې د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۷مه پای ته رسېږي، له دې وړاندې د روان کال په مارچ میاشت کې یوازې د درېیو میاشتو لپاره غځول شوی و، څو د دې ادارې د دندو او لومړیتوبونو په اړه نورې ارزونې ترسره شي.
د‌مالوماتو پر اساس د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت د څار او د یوناما د حضور پر دوام ټینګار کړی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

امریکا: د ایران مذاکراتو کې به د خلیج هېوادونه هم خبر ساتل کېږي

د امریکا د بهرنیو چارو ...