Home » افغانستان » په کابل ښار کې د افغان انلاین ټکسي خدمات پيل شول
افغان انلاین ټکسي

په کابل ښار کې د افغان انلاین ټکسي خدمات پيل شول

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې د لومړي ځل لپاره یوې ترانسپورتي کمپنۍ په رسمي ډول په کابل ښار کې د انلاین ټکسي خدمتونه پیل کړي دي.

یاد وزارت په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترانسپورتي خدمتونو د عصري کولو او د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه یې ياډې ترانسپورتي کمپنۍ ته د انلاین ټکسي خدمتونو د وړاندې کولو جواز هم ورکړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دغه کمپنۍ د «افغان انلاین ټکسي» په نوم خپل فعالیت په کابل ښار کې پیل کړی او ښاریان کولای شي د ځانګړي اپلېکېشن له لارې د اړتیا وړ ټکسي وغواړي او له خدمتونو یې ګټه واخلي.
د مالوماتو پر اساس د «افغان انلاین ټکسي» په نوم یاد اپلېکېشن په ګوګل پلی سټور کې خپور شوی، چې کاروونکو ته دا اسانتیا برابروي څو په انلاین ډول ټکسي وغواړي او خپل ښاري سفرونه په چټک او اسانه ډول ترسره کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...