یو شمېر نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي د سه شنبې د شپې ۸ بجو ضرب الاجل وځنډوي.
راپورونو کې راغلي چې ټرمپ له خبریالانو سره په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي: «دا کار شونی دی؛ خو که ووینم چې هوکړې ته نږدې شو.» دغه څرګندونې ټرمپ د خپلو وروستیو مذاکراتو په اړه کړې، چې د امریکا او نورو هېوادونو تر منځ د تجارتي ستونزو لپاره ترسره شوې دي.
د راپورو له مخې، که ټرمپ خپل وروستی ضرب الاجل وځنډوي، دا به پنځم ځل وي چې هغه خپل ضرب الاجل ځنډوي. دغه ځنډونه د تجارتي خبرو اترو د پراختیا لپاره د فشار کمولو په لړ کې شوي، او ټرمپ پر دې باور دی چې د خبرو اترو له لارې به ښه نتایج ترلاسه شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس