Home » سیمه او نړی » ټرمپ: که هوکړې ته نږدې شو، ضرب الاجل به وځنډول شي
USA

ټرمپ: که هوکړې ته نږدې شو، ضرب الاجل به وځنډول شي

یو شمېر نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي د سه شنبې د شپې ۸ بجو ضرب الاجل وځنډوي.

راپورونو کې راغلي چې ټرمپ له خبریالانو سره په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي: «دا کار شونی دی؛ خو که ووینم چې هوکړې ته نږدې شو.» دغه څرګندونې ټرمپ د خپلو وروستیو مذاکراتو په اړه کړې، چې د امریکا او نورو هېوادونو تر منځ د تجارتي ستونزو لپاره ترسره شوې دي.

د راپورو له مخې، که ټرمپ خپل وروستی ضرب الاجل وځنډوي، دا به پنځم ځل وي چې هغه خپل ضرب الاجل ځنډوي. دغه ځنډونه د تجارتي خبرو اترو د پراختیا لپاره د فشار کمولو په لړ کې شوي، او ټرمپ پر دې باور دی چې د خبرو اترو له لارې به ښه نتایج ترلاسه شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...