د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکایي الوتکو د دوهمې پرلهپسې ورځې لپاره د ایران نظامي مواضع په هوايي بریدونو کې هدف ګرځولي دي.
ټرمپ ویلي چې دا بریدونه د ایران له لوري د دوهمې ورځې پرلهپسې بریدونو په ځواب کې ترسره شوي، چې پکې بېپیلوټه الوتکو د هرمز تنګي پر تجارتي کښتیو بریدونه کړي وو.
ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ (۲۷ جون) په خپل ټولنیز شبکې «ټروت سوشیل» کې لیکلي چې امریکایي الوتکو «څو شیبې وړاندې د ایران د میزایلو او بېپیلوټه الوتکو زېرمې او همدارنګه د ساحلي رادار ساحې د اوربند د دوهم ځل سرغړونې له امله هدف وګرځولې.»
هغه دې برید ته اشاره کړې چې د امریکا د مرکزي قوماندې (سنتکام) په وینا، د ایران یوې بېپیلوټه الوتکې د شنبې په سهار د پاناما بیرغ لرونکې تېلو وړونکې کښتۍ (M/T Kiko) د هرمز تنګي کې هدف ګرځولې وه.
د ایران حکومت د جون په ۱۸مه له امریکا سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړی و، چې له مخې یې ژمنه کړې وه چې د نړۍ د مهمو انرژۍ او توکو د لېږد له لارې، د هرمز تنګي له لارې د تجارتي کښتیو د خوندي تګ راتګ لپاره به بشپړ هڅه کوي.
ایران او امریکا
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس