Home » سیمه او نړی » امریکا د دوهم ځل لپاره د ایران پر پوځي اهدافو بریدونه وکړل
ایران او امریکا

امریکا د دوهم ځل لپاره د ایران پر پوځي اهدافو بریدونه وکړل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکایي الوتکو د دوهمې پرله‌پسې ورځې لپاره د ایران نظامي مواضع په هوايي بریدونو کې هدف ګرځولي دي.
ټرمپ ویلي چې دا بریدونه د ایران له لوري د دوهمې ورځې پرله‌پسې بریدونو په ځواب کې ترسره شوي، چې پکې بې‌پیلوټه الوتکو د هرمز تنګي پر تجارتي کښتیو بریدونه کړي وو.
ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ (۲۷ جون) په خپل ټولنیز شبکې «ټروت سوشیل» کې لیکلي چې امریکایي الوتکو «څو شیبې وړاندې د ایران د میزایلو او بې‌پیلوټه الوتکو زېرمې او همدارنګه د ساحلي رادار ساحې د اوربند د دوه‌م ځل سرغړونې له امله هدف وګرځولې.»
هغه دې برید ته اشاره کړې چې د امریکا د مرکزي قوماندې (سنتکام) په وینا، د ایران یوې بې‌پیلوټه الوتکې د شنبې په سهار د پاناما بیرغ لرونکې تېلو وړونکې کښتۍ (M/T Kiko) د هرمز تنګي کې هدف ګرځولې وه.
د ایران حکومت د جون په ۱۸مه له امریکا سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړی و، چې له مخې یې ژمنه کړې وه چې د نړۍ د مهمو انرژۍ او توکو د لېږد له لارې، د هرمز تنګي له لارې د تجارتي کښتیو د خوندي تګ راتګ لپاره به بشپړ هڅه کوي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...