Home » سیمه او نړی » کییف یو ځل بیا د روسیې د سختو بریدونو ښکار شو
وکراین

کییف یو ځل بیا د روسیې د سختو بریدونو ښکار شو

اسوشیټډ پرس د اوکرایني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې روسیې د دوشنبې په سهار پر اوکراین د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پراخ بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي، چې پلازمېنه کییف یې اصلي هدف و.
د اوکراین هوايي ځواک ویلي، روسیې د شپې په عملیاتو کې ۳۵۱ بې‌پیلوټه الوتکې او ۶۸ توغندي توغولي وو. اوکرایني چارواکي زیاتوي چې ټول بالستیک توغندي خپلو هدفونو ته رسېدلي، ځکه د دغو توغندیو د شنډولو لپاره د دفاعي توغندیو، په ځانګړي ډول د پاتریوټ سیستم، له کمښت سره مخ دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي له نړیوالو متحدانو غوښتي چې د هېواد د هوايي دفاع د پیاوړتیا لپاره بېړنۍ مرسته وکړي.
بل لور ته، د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې بریدونه یې د اوکراین پر پوځي او انرژۍ اړوندو هدفونو ترسره کړي، خو اوکراین وايي چې د استوګنې ودانۍ هم سختې زیانمنې شوې دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

جي ډي وینس: د ایران له مذاکراتو منتقدین په افغانستان کې د لا ډېرو بریدونو غوښتونکي وو

د امریکا د ولسمشر مرستیال ...