د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسلاماباد کې به د ایران او امریکا ترمنځ مخامخ خبرې نن ماښام پیل شي.
په تازه معلوماتو کې راغلي چې دا خبرې تر ډېره د یوې ورځې لپاره پلان شوې دي خو د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو له امله لا هم د دوام په اړه یې روښانه پرېکړه نه ده شوې. ځینې سرچینې وایي چې اصلي هدف دا دی چې خبرې روانې وساتل شي او د روان کړکېچ لپاره حل لاره وموندل شي.
همدارز راپورونه ښيي چې ایراني پلاوی اسلاماباد ته له رسېدو وروسته د پاکستان له لوړپوړو چارواکو، په ځانګړي ډول له لومړي وزیر سره لیدنې ترسره کړې، څو د دې هېواد د منځګړیتوب رول پیاوړی شي او د خبرو لپاره مناسبه فضا برابره شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس