Home » سیمه او نړی » ټاکل شوی چې د ايران او امريکا ترمنځ مذاکرات نن ماښام پيل شي
مذاکرات

ټاکل شوی چې د ايران او امريکا ترمنځ مذاکرات نن ماښام پيل شي

د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسلام‌اباد کې به د ایران او امریکا ترمنځ مخامخ خبرې نن ماښام پیل شي.

په تازه معلوماتو کې راغلي چې دا خبرې تر ډېره د یوې ورځې لپاره پلان شوې دي خو د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو له امله لا هم د دوام په اړه یې روښانه پرېکړه نه ده شوې. ځینې سرچینې وایي چې اصلي هدف دا دی چې خبرې روانې وساتل شي او د روان کړکېچ لپاره حل لاره وموندل شي.

همدارز راپورونه ښيي چې ایراني پلاوی اسلام‌اباد ته له رسېدو وروسته د پاکستان له لوړپوړو چارواکو، په ځانګړي ډول له لومړي وزیر سره لیدنې ترسره کړې، څو د دې هېواد د منځګړیتوب رول پیاوړی شي او د خبرو لپاره مناسبه فضا برابره شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...