د امریکا د هوايي ځواک ۴۰ کلن جګړن جېسن واټسن د ایران جګړې په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تګلارې او کړنو د علني نیوکې له امله له نادرو پوځي تورونو سره مخ شوی دی.
د امریکا هوايي ځواک تایید کړې چې واټسن د پوځي عدالت قانون د ۸۸مې مادې له مخې د چارواکو پر وړاندې د سپکوونکو څرګندونو په ګډون پر درې سرغړونو تورن شوی دی.
واټسن سربېره پر دې، د امرونو د نه منلو او له افسرۍ مقام سره د نامناسب چلند په تړاو هم له څو تورونو سره مخ دی. د امریکا هوايي ځواک ویلي، نوموړی به د محکمې تر جوړېدو مخکې په توقیف کې ساتل کېږي.
د واټسن وکیلانو ویلي، دا د پوځي عدالت د قانون له مخې د ۸۸مې مادې له پلي کېدو څخه یوه ډېره نادره قضیه ده.
د راپورونو له مخې، واټسن د جون په یوه مرکه، د جولای په لومړۍ نېټه د کانګرس مخې ته په اعتراض او د اګست په ۱۷مه له CNN سره په مرکه کې د ټرمپ پر ضد څرګندونو له امله دوه ځله نیول شوی.
د CNN د راپور له مخې، د ۱۹۵۱ کال راهیسې یوازې دوه کسان د امریکا په پوځ کې د پوځي عدالت د قانون د ۸۸مې مادې له مخې د ولسمشر یا نورو لوړپوړو چارواکو پر وړاندې د سپکوونکو خبرو له امله محکوم شوي دي.
نو د جېسن واټسن قضیه ځکه ډېره نادره بلل کېږي چې دغه ماده په تېرو شاوخوا ۷۵ کلونو کې ډېر لږ کارول شوې ده اود واټسن په څېر د یوه فعال پوځي افسر پر وړاندې د دې مادې کارول عادي قضیه نه ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس