Home » افغانستان (page 74)

افغانستان

  د افغان ښځو پر نړیوال ملاتړ ټینګار وشو

رویداد خبري اژانس

د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د دوام په صورت کې د نړیوالې ټولنې لپاره لازمه ده چې له دوی سره په همغږي توګه ملاتړ وکړي. هغې په ...

Read More »

د خوړو نړیوال پروګرام: پروسږ کال مو په افغانستان کې له نیم میلیون زیاتو ښځو سره مرسته کړې

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې له نیم میلیون زیاتو ښځینه وو سره مرسته کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام نن پنجشنبې د سلواغې ۱۹مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې یادې مرستې د افغان مېرمنو په ځان د بساینې ...

Read More »

هرات کې څه کم ۴۰۰ زلزله ځپلو ته کورونه وسپارل شول

په هرات کې د ا.ا ځایي مسوولین وایي چې د یاد ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو کسانو ته ۳۸۷ کورونه جوړ او ورسپارل شوي دي. باختر دولتي خبري اژانس د ځایي مسوولانو په حواله راپور ورکړی چې د زنده جان ولسوالۍ په ۱۳ کلیو کې دا ۳۸۷ ...

Read More »

بریټانیا له افغانستان سره څه باندې ۳۶میلیونه ډالره مرسته کوي

د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د بريټانیا د ۳۶.۵ میلیونه ډالرو د مرستې خبر ورکړی دی. د خوړو نړیوال پرګرام پرون دوشنبې د سلواغې ۱۶مه په یوه اعلامیه کې ويلي، چې دا پیسې به د اړمنو کورنیو امیندوارو او شیدې ورکوونکو مېرمنو ته ځانګړې شي. له بلې خوا ...

Read More »

پاکستان د ثبت شویو افغانانو د اوسېدونې موده وغځوله

د پاکستان لنډمهالي حکومت پریکړه کړې چې په پاکستان کې د هغو افغانانو د اوسېدو موده تر دوو نورو میاشتو پورې وغځوي چې په قانوني توګه په یاد هېواد کې ژوند کوي. د راپورونو له مخې، د پاکستان لنډمهالي حکومت د کابینې غونډې او د یاد هېواد قومونو او قبایلو ...

Read More »

د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویه لاره نن یکشنبې د سلواغې ۱۵ مه د کوچنیو موټرونو پر مخ پرانیستل شوې ده. د ټولګټو وزارت ویاند، اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکي چې په شمالي سالنګ کې ۴۵سانتي مټره او په جنوبي سالنګ کې له ۶۴تر ...

Read More »

هغه واورین پړانګ ونیول شو چې ۳۰ څاروي یې داړلي وو

واورین پړانګ

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، هغه واورین پړانګ نیول شوی چې د بدخشان په زیباک کې یې ۳۰ څاروي داړلي وو. د کرنې او مالدارۍ وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه واورین پړانګ د ساتنې او خوندیتوب په موخه نیول شوی دی. ...

Read More »

ژمی او په هېواد کې د لوږې او بېوزلۍ پراخېدل

رویداد خبري آژانس

یو شمېر هېوادوال د لوږې او بېوزلۍ له پراخېدو شکایت کوي او وايي چې له زیاتو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. دوی له مسوولینو غواړي چې د اړمنو وضعیت ته پاملرنه وکړي. بلخوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي چې یاد وزارت له زیاتو اړمنو کسانو ...

Read More »

له پاکستانه څه باندې ۴۰۰ نور افغان کډوال را ایستل شوي

رویداد خبري آژانس

له پاکستانه د افغان کډوالو د را ایستلو په دوام، د ا.ا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې له ۴۰۰ ډېر  نور افغان کډوال له پاکستان څخه تر ایستل کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کډوال د ...

Read More »

غور کې د نشه‌يي توکو دوې کارخونې تخریب شوې 

په غور کې د ا.ا مسوولینو د یاد ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو د دوو کارخونو د کشف خبر ورکړی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا کارخونې د دې ولایت د څلورمې لوا له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځواکونو لخوا په دولتیار ولسوالۍ کشف ...

Read More »