په هرات کې د ا.ا ځایي مسوولین وایي چې په یاد ولایت کې زلزلهځپلو ته ۵۴۷ کورونه ورسپارل شوي دي. د هرات د والي ویاند، نثار احمد الیاس په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کورونه پرون دوشنبه د سلواغې۲۳مه زلزلهځپلو ته سپارل شوي دي. د هغه په وینا، یاد ...
Read More »د خوړلو نړیوال پروګرام وايي، تېر کال یې له ۱۹میلیونه افغانانو سره مرسته کړې ده
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې یې له ۱۹میلیون وګړو سره د خوراکي توکو او پیسو مرسته کړې ده. یاد سازمان نن سه شنبې د سلواغې۲۴مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې یادې مرستې د پروسږ ۲۰۲۳کال په لړ کې شوې دي. د خوړو نړیوال پروګرام ...
Read More »د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په کابل ښار کې تر ځمکه لاندې اوبو د سرچینو د راژوندي کېدو په موخه ۱۲۲۰څاګانې کیندل شوې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت نن دوشنبه، د سلواغې ۲۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه د جذب څاګانې د یوه کال په موده کې د ځمکې په سطحه کې د ۷۹ زره ۱۷۷.۹۶۵ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. د ویلو ده چې په کابل کې ...
Read More »افغان کرکټ ملي لوبډلې دویمه لوبه هم سریلانکا ته وبایلله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په دویمه لوبه کې د ۱۵۵ منډو په توپیر د سریلانکا پر وړاندې ماتې خوړلې ده. دا لوبه پرون یکشنبې، د سلواغې۲۲مه د سریلانکا په کوربهتوب وشوه. د سریلانکا کرکټ لوبډلې په۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ...
Read More »له ګوانتانامو زندانه د ا.ا دوه خوشې شوي غړي نن کابل ته راورسېدل
د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع ویلي چې عبدالظاهر صابر چې د لوګر ولایت د مرکز اړوند د حصارک کلي اصلي اوسیدونکی دی، د ۲۰۰۲ کال د مې په لسمه د امریکايي ځواکونو له خوا نیول شوی و او په بګرام زندان کې له څلورو میاشتو بند وروسته په ...
Read More »فراه کې د بخش اباد بند د کانالونو د کیندلو چارې بشپړې شوې
د ا.ا مسوولین وایي چې په فراه کې د بخش اباد بند د کانالونو د کیندلو چارې بشپړې شوې او د یاد بند د دویم فاز کارونه پیل شوي دي. د بخش اباد بند په اړه دا خبر د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو کړې ده. هغوی ...
Read More »د پوتین مشاور: روسیه به په (کاپ ۲۹) غونډه کې د ا.ا له شتون څخه ملاتړ وکړي
د اقلیمي بدلون په برخه کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی «روسلان ایدلګیریف» ویلي چې هېواد به یې د «کاپ ۲۹» په نامه د ملګري ملتونو د اقلیمي بدلون په غونډه کې د ا.ا د استازي له شتون څخه ملاتړ وکړي. د ا.ا د بهرینو چارو وزارت په اعلامیه ...
Read More »کابلوف: د روسیې په استازیتوب به د دوحې په غونډه کې ګډون وکړم
د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف، د افغانستان په اړه د دوحې په راتلونکې غونډه کې به د روسیې په استازیتوب ګډون وکړي. د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي پرون د سلواغې په ۲۰مه له «تاس» خبري اژانس سره په خبرو کې دا موضوع یاده ...
Read More »خوست کې زلزلهځپلو ته د سل کورونه وسپارل شول
افغاني سرې میاشتې د خوست په سپیرهیي ولسوالۍ کې د زلزلهځپلو کسانو لپاره سل کورونه او ۸۱ تشنابونه جوړ او هغوی ته یې سپارلي دي. سرې میاشتې پرون جمعه د سلواغې ۲۰مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کورونه د یاد سازمان د رییس، مطیع الحق خالص، لخوا زلزلهځپلو ...
Read More »د بښنې نړیوال سازمان: منیژه صدیقي دې ژر تر ژره خوشې شي
د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې له ا.ا څخه غوښتي چې د بشري حقونه فعاله، منیژه صدیقي ژر تر ژره خوشې کړي. یاد سازمان تېره شپه د سلواغې ۲۰مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: “منیژه صدیقي پرته له کومې ګناه د ا.ا له خوا نیول شوې او په ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس