Home » افغانستان (page 75)

افغانستان

مجاهد: په افغانستان کې د القاعدې د مرکزونو په اړه د امنیت شورا راپور ناسم دی

د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د القاعدې د مرکزونو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور له حقیقته لرې بللی دی.  مجاهد نن پنجشنبه د سلواغې ۱۲مه په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی: “ا.ا دغه تور په کلکه ردوي.” نوموړی زیاتوي چې ...

Read More »

د پنجشیر ۲ رزه ۸۷۶ قیراطه زمرد وپلورل شول

د پنجشیر مسوولین وايي چې د یاد ولایت ۲ رزه ۸۷۶ قیراطه زمرد په ۲۹۶ زره ۷۵۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول. د پنجشیر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، نصرالله ملکزاده وایي چې یاد خرڅلاو د پنجشیر له کانونو د لیدنې کمیټې، د ځایي ادارو مشرانو او کورنیو سوداګرو په شتون ...

Read More »

غږیزه ککړتیا؛ هغه ستونزه چې هېوادوال یې سخت په تنګ کړي

غږیزه ککړتیا، هغه ناراحت کوونکي اوازونه چې د انسانانو، ژوو او ماشینونو څخه رامنځته کېږي او د انسانانو عصبي فعالیتونه زیانمنوي. د کابل اوسېدونکي غږیزه ککړتیا لویه چاپیریالي ستونزه بولي او له مسوولینو غواړي چې د یادې ستونزې د حل لپاره جدي اقدامات وکړي. په کابل کې یو ټکسي چلوونکی، ...

Read More »

د افغانستان بانک نن ۱۷میلیون ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې د بهرنیو  اسعارو پر وړاندې افغانۍ د ارزښت لوړولو او ثبات په موخه به نن چهارشنبې ۱۷میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک په شرایطو برابر له ټولو بانکونو او د پیسو د تبادلې له مرکزونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ ...

Read More »

د کندز – تخار لویې لارې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کندز – تخار لویې لارې د بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.  د مسوولینو په وینا چې دا سړک د ټولګټو وزارت په پيسو د دوراني په نوم د سړک جوړونې او ساختماني شرکت لخوا ...

Read More »

بېوزلي او سوړ بازار ته د سوداګرو ښځو اندېښنه

یو شمېر ښځو وروسته له دې چې د ا.ا له خوا پرې کاري بندیزونه ولګېدل، سوداګرۍ ته مخه کړه. دوی د سوادګریز بازار له کموالي شکایت کوي او وایي چې اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې خلک  کم بازار ته لاړ شي. هغوی له حکومت څخه غواړي چې د ...

Read More »

هېواد ته د بې کیفیته تېلو د اتو ټانکرنو د ننوتو مخه ونیول شوه

د ا.ا ستندرد ملي اداره وایي، په نیمروز کې یې د بې کیفیته نفتو د اتو ټانکرونو د واردېدو مخه نیولې ده.  دې ادارې نن دوشنبه د سلواغې ۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هغه محصولات چې کیفیت یې په ملي ستندرد برابر نه وي، هېواد ته دننه کېدو ...

Read More »

د مخابراتو وزارت: د سیمکارټ اخیستلو لپاره د الکټرونیکي تذکرو لرل اړین دي

د مخابراتو وزارت وایي، د یاد وزارت مسوولین هڅه کوي چې په بازار کې د غیرقانوني سیمکارټونو د پلور مخه ونیسي او په وینا یې چې هېوادوال باید د سیمکارټ اخیستلو پرمهال له ځان سره الکټرونیکي پېژندپاڼه یا پاسپورټ ولري. د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت ویاند، عنایت الله الکوزيله رویداد ...

Read More »

په ۲۰۲۴ کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین لومړۍ دوره پيل شوه

په هېواد کې د ۲۰۲۴ کال د پولیو ضد واکسین لومړۍ دوره پیل شوه چې د دې کمپاین پر مهال به څه باندې ۲۷۶ زره ماشومانو ته واکسین تطبیق شي. د هرات روغتیايي مسوولینو ویلي چې نن دوشنبه سلواغې ۹مه به د هرات په شینډنډ، انجیل او مرکز کې له ...

Read More »

له زده‌کړو د پاتې ‌شویو نجونو ناڅرګند برخلیک

له تعلیم پاتې نجونې خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي او وایي چې په خراب روحي او رواني حالت کې ښکېلې دي. دا نجونې له ا.ا غواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو په پرانیستو سره دوی ته دې زده‌کړو زمینه برابره کړي. دا په داسې حال کې ده چې ...

Read More »