Home » افغانستان » غور کې د نشه‌يي توکو دوې کارخونې تخریب شوې 
غور ولایت

غور کې د نشه‌يي توکو دوې کارخونې تخریب شوې 

په غور کې د ا.ا مسوولینو د یاد ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو د دوو کارخونو د کشف خبر ورکړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا کارخونې د دې ولایت د څلورمې لوا له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځواکونو لخوا په دولتیار ولسوالۍ کشف او له منځه وړل شوې دي.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند، عبدالرحمن بدري ویلي چې په دې کارخونه کې پنځه زره کیلو ګرامه یامه او یو شمېر نور توکي له نیول‌کېدو وروسته سوځول شوي دي.

د یادولو وړ ده چې پرون د غور مسوولینو په یاد ولایت کې د ۲۴ کیلو ګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق په تور د دریو کسانو د نیول‌کېدو خبر هم ورکړی و.

د ا.ا مسوولینو تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د کارخونو د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړی و.  پر افغانستان د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت، لېږد او استعمال بندیز لګېدلی دی

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د کرمانشاه له لارې ترکیې او افغانستان ته د عراق د تېلو د رېل پټلۍ ټرانزیټ پیل شو

د فارس خبري اژانس د ...