Home » افغانستان (page 234)

افغانستان

سټي‌وارټ: له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتلو اړه د بايډن پرېکړه ناسمه ده

د برېتانيا د کابيني پخوانی وزير او پوځي روري سټي‌وارټ له افغانستان څخه په بشپړه توګه د امريکايي ځواکونو د اېستلو پرېکړه ناسمه بللې او زياته کړې يې ده چې دا پرېکړه د افغانستان حکومت له جدي ستونزې سره مخ کولی شي. نوموړي د بي بي سي له انګليسي ځانګې ...

Read More »

بشري حقونو کمېسيون: د ملګرو ملتونو پلاوی دې په افغانستان کې شوي جنايتونه وڅېړي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د مسوولو بنسټونو له لوري د رسنيو، مدني فعالانو او د بشر حقونو د مدافعانو هدفي وژنو په اړه لا هم خپلو عدالت غوښتنو ته نه دي رسېدلي او له همدې امله يې خواشينې څرګنده کړې ده. دې کمېسيون د خپلو دوو ...

Read More »

بسم الله محمدي؛یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې د خپلو ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر بسم الله محمدي په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان اردو او پوځ د افغانستان د خلکو شتمني ده او باید ملاتړ ترې وکړي. محمدي خلک هڅولي چې په بېلو برخو کې له خپلو ځواکونو سره مرسته وکړي او ددوی ملاتړ ...

Read More »

نورستان کې د څه باندې ۶۱ ميليون افغانيو په ارزښت پروژې پلي کېږي

د نورستان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري د اسد اباد ښار اړوند اشټیوي، وزیر اباد او د کامدېش ولسوالۍ دمیردېش د کلیو له شوراګانو سره د درېيو پراختيايي پروژو تړونونه لاسلیک شول. يادې پروژې چې ټوله‌ييز ارزښت يې (۶۱۲۹۸۴۵۲) افغانۍ دی، په کې يو کانال او ...

Read More »

طالبان؛ له مهالوېش سره سم بايد په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو حضور صفر شي

وسله‌والو طالبانو د هغو راپورونو په اړه غبرګون ښودلی چې له مخې يې ويل شوي، ښايي د ولسمشر جوبايډن له لوري له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د اېستلو مهالوېش له پوره کېدو وروسته هم يو شمېر امريکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي. د وسله‌والو طالبانو د سياسي دفتر ...

Read More »

بايډن: پر نظامي مرستو سربېره په اقتصادي او سياسي برخو کې له افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوو

د امريکا او افغانستان ولسمشرانو پرون د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۴مه) په سپينه ماڼۍ کې سره ولېدل او د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړيکو نوي څپرکي په پرانيستو يې خبرې وکړې. د امريکا ولسمشر جوبايډن په دغه لېدنه کې ډاډ ورکړ، که څه هم سرتېري به ...

Read More »

امريکا: په افغانستان کې په زور د طالبانو تحميلي حکومت ورته د منلو نه دی

د امريکايي بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په اړه خپلو وروستيو څرګندونو کې يو ځل بيا د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې حساسيت په ډاګه کړی او ويلي يې دي چې د يادې ډلې له لوري په زور پر افغانستان حکومت کول په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي. د ...

Read More »

افغان ولسمشر د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ امریکا ولاړ

رویداد خبري آژانس

 افغان ولسمشر محمد اشرف غني  په دوه ورځني رسمي سفر پرون ماسخوتن د لوړ پوړي دولتي پلاوي  په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو ته لاړ. د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري پرون چهارشنبې (د چنګاښ ۲مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني به د دې سفر ...

Read More »

د پاکستان مطرح ګوندونه د افغانستان سولې په اړه د اسلام‌اباد پر پاليسۍ نيوکه کوي

د پاکستان يو شمېر مطرح سياسي ګوندونو د افغانستان سولې په پروسه کې د پاکستان پر رول او پاليسۍ شک څرکند کړی او زياته کړې يې ده چې په ياده برخه کې د پاکستان حکومت پاليسي نيمګړې ده. د يادو ګوندونو له ډلې د پاکستان پېپلز پارټۍ اندېښنه ښودلې، چې ...

Read More »

قطر یو ځل بیا له افغان سولې سره د همکارۍ ډاډ ورکړی

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټلیفوني مکالمه کې پر افغان سوله او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. قطري لخوا یو ځل بیا ویلي چې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې ...

Read More »