Home » افغانستان (page 232)

افغانستان

باجوه: افغان طالبان په پاکستان کې دي، خو پر وړاندې يې اقدام نه شو کولی

د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشرانو د دغه هېواد پارلمان ته د تړلو دروازو تر شا غونډه کې چې د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شوې منلې، چې په پاکستان کې د افغان طالبانو د مېشتېدنې په اړه وروستي خبرونه رښتيا دي. د پاکستان د پوځ لوی درستز قمر ...

Read More »

طارق ارین: پکتیکا لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د پکتیکا ولایت لپاره د وسله الو طالبانو نومول شوی والي وژل شوي دی. د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې محمد عیسی چې تش په نوم د پکتیکا ولایت لپاره د وسله الو طالبانو ...

Read More »

وېلسن: طالبان د افغانانو په تهديدولو سره سولې ته نه شي رسېدای

په کابل کې د امريکا شارژدافېر راس وېلسن وايي، وسله‌وال طالبان په ټولنيزو رسنيو کې د ډار خورولو، تهديدولو او دغه راز پر فعالانو د برېد کولو سره له تاوتريخوالي ډک تبليغات کوي. نوموړي تازه نن شنبه د (چنګاښ په ۱۲مه) په خپل ټوېټر کې ليکلي، دا ډول تبليغات له ...

Read More »

امريکا د بګرام هډې په پرېښودو سره، په افغانستان کې لوی عمليات پايته ورسول

نيو يارک ټايمز ورځپانې د امريکايي ځواکونو له لوري افغان ځواکونو ته د بګرام هوايي هډې د سپارلو په تړاو په خپل راپور کې ويلي، افغان ځواکونو ته د يادې هډې په سپارلو سره امريکايي ځواکونو د وسله‌والو طالبانو او نور ترهګرو ډلو پر وړاندې خپل لوی عمليات هم پايته ...

Read More »

بايډن: له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتلو بهير ژر نه شي بشپړېدای

د امريکا ولسمشر جوبايډن وايي، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير له پلان سره سم ښه روان دی. خو په خبره يې د دغه بهير بشپړېدل ښايي وخت ونيسي. نوموړي پرون د جمعې په ورځ د (چنګاښ په ۱۲مه) د يوه خبري کنفرانس پرمهال خبريالانو ته وويل، ...

Read More »

د کونړ والي:د غازي آباد ولسوال څخه هیڅ صلاحیت نه دی اخیستل شوی

رویداد خبري آژانس

د کونړ غازي اباد ولسوالۍ سرپرست ولسوال عبدالخليل وايي شپږ مياشتي يې د غازې اباد ولسوالۍ ولسوال په توګه دنده ترسره کړې چې اوس د کونړ ولايت مقام له لوري له دندې ګوښه او پرځای عبدالستار ایوبي د نوي ولسوال په توګه ګومارلى خو تراوسه نوی ولسوال خپلې دندې ته ...

Read More »

سلګونه پکتیاوالو له جمهوري نظام او له افغان ځواکونو ملاتړ وکړ

رویداد خبري آژانس

د پکتیا په مرکز ګردېز کې پرون چهارشنبې (د چنګاښ ۹مه نېټه) سلګونه پکتیاوالو چې قومي مشران، ځوانان او ښځې هم په کې شاملې وې، د جمهوري نظام او افغان ځواکونو په ننګه راټول شوي وو. د غونډې ګډونوالو وویل چې د افغانانو لپاره تر بل هر وخته جمهوري نظام ...

Read More »

پنټاګون؛ په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی

رویداد خبري آژانس

د امریکا ددفاع وزارت په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی دی. د دغه وزارت ویاند جان کربي پرون چهارشنبې (د چنګاښ ۹مه نېټه) په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي د ټولو اړخونو تمه دا ده چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او د سولې ...

Read More »

روغتیا وزارت:د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو پرېکړه لا نه ده شوې

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو پر طرحه یې خبرې کړې دي. دغه وزارت پرون چهارشنبې (د چنګاښ ۹مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، تر دې دمه دې پایلې ته نه دي رسېدلي چې ښوونځي او پوهنتونونه به ...

Read More »

حنیف اتمر: د طالبانو نظام نه د موږ، نه پاکستان او نه د نړۍ په ګټه دی

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وایي، د وسله الو طالبانو د رژیم په څېر یو نظام نه د افغانستان، نه پاکستان او نه د نړۍ په ګټه دی. حنیف اتمر، پرون سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه نېټه) له اریانا نیوز تلویزیون سره په مرکه ...

Read More »