دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي تمه لري چې پاکستان به طالبان با مفهومه خبرو ته وهڅوي. د یاد وزارت ویاند ګران هېواد نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) رسنیو ته په لېږلي ویډیويي پیغام کې ویلي، چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري او په دې څوک سترګې نه شي پټولی. ...
Read More »د افغان حکومت یو پلاوی راتلونکې اونۍ قطر ته ځي
ټاکل شوې چې د افغان حکومت یو پلاوی په راتلونکې اونۍ کې قطر ته لاړ شي. د افغان سولې بهیر ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې په ټپه ولاړ مذاکرات د ټولو اړخونو د اندېښنې وړ دي نو له همدې امله افغان حکومت یو تازه پلاوی دوحې ته لېږي ...
Read More »بلخ کې د امبرکول کرنيز کانال ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
د اوبو د تنظيم ملي اداره وايي، په بلخ کې د شورتپې ولسوالۍ اړوند امبرکول کرنيز کانال د جوړونې چارې په بشپړه توګه پای ته رسېدلي او نن د يکشنبې په ورځ د (غبرګولي په ۳۰مه) ګټې اخيستنې ته هم وسپارل شو. د يادې ادارې رئيس خان محمد تکل په ...
Read More »برادر: په افغانستان کې د نظام ټینګښت د افغانانو په یو بل منلو پورې اړه لري
په قطر کې د وسلهوالو طالبانو سياسي دفتر رئيس ملا عبدالغني برادر وايي، په افغانستان کې د يوه اسلامي نظام ټینګښت د افغانانو په داخلي قربانیو، تېرېدنې او یو بل منلو پورې مربوط دی. نوموړي په خپله يوه تازه ليکنه کې چې (څرنګ به یو باثباته، مستحکم او پرمختللی افغانستان ...
Read More »چين کې د افغاني توليداتو نندارتون جوړېږي
ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د افغاني محصولاتو د معرفي کولو يو نندارتون د چين په پلازمېنه بېجينګ کې دايېر شي. په چين کې د افغانستان سفير جاوېد احمد قايم په دې اړه خپل ټوېټر ليکلي، دا نندارتون چې افغان بازار نومول شوی، ټاکل شوې د روانې جون ...
Read More »قرېشي: امريکايي ځواکونو دې په سيستماتيکه توګه له افغانستان ووځي
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې د شوري ځواکونو له وتلو وروسته تجربه شوی وضعيت بيا تکرار نه شي، نو اړتيا ده چې امريکايي ځواکونو په سيسټماټيک ډول له افغانستان څخه ووځي. قرېشي د ترکيې له انادولو خبري اژانس سره ...
Read More »روغتیا وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۲ کسان مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۱ زر او ۳۸۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یادې ناروغۍ اخته ۹۲ کسان مړه شوي او ۴۹۷ نور بیا ...
Read More »عمران خان: د پاکستان له خاورې په افغانستان کې د امريکا عملياتو ته اجازه نه ورکوو
د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، هېڅکله به په افغانستان کې د عملياتو ترسره کولو په موخه د امريکا نظامي هډو جوړولو ته په خپله خاوره کې اجازه ورنه کړي. نوموړي دا څرګندونې تازه له اکسيوس ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې. عمران خان ټينګار کړی چې پاکستان نه ...
Read More »د ښځو چارو وزارت: د روان کال په دریو میاشتو کې له ښځو سره د تاتریخوالي څه باندې ۱۵۰۰ قضیې ثبت شوي
د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایي چې د روان ۱۴۰۰ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې د کابل کې له ښځو سره د تاتریخوالي څه باندې ۱۵۰۰ قضیي ثبت کړي دي. د دغه وزارت ویاندې رویا دادرس رسنیو ته ویلي چې له دغو ۱۵۱۸ قضیو له ډلې ...
Read More »قرېشي: پاکستان تل له سياسي لارو د افغانستان د ستونزې حل غوښتنه کړې
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي، هېواد يې په هېڅ صورت له نظامي پلوه په افغانستان کې د روانې کشالې د حل پلوي نه ده کړې او پر ځای يې پر سياسي حل لار ټينګار کړی. نوموړي پرون جمعه د (غبرګولي ۲۸مه) په ترکيې کې د ملي ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس