په اروپا کې د قاچاقبرانو هغه شبکه چې له يوه هېواد بل ته به يې افغان کډوال لېږدول، د پوليسو له لوري د يو لړ ځانګړو عملياتو پرمهال نيول شوې ده. اروپايي چارواکو خبر ورکړی چې د قاچاقبرانو دغه شبکه د رومانيې او جرمني پوليسو له لوري د رومانيې په ...
Read More »سېګار: د محمد اشرف غني له لوري د پيسو وړلو ادعاوې څېړي
د افغانستان بيا رغونې لپاره دامريکا متحده ايالايتونو پلټونکې ادارې يا سېګار مشر وايي، په پام کې ده هغه ادعاوې وڅېړې چې له مخې يې ويل کېږي له افغانستان څخه وتلي ولسمشر محمد اشرف غني د وتلو پرمهال له ځان سره ميليونونه ډالر پيسې وړي دي. د دې ادارې رئيس ...
Read More »تاجکستان راتلونکی کال افغانستان ته د صادراتي برېښنا کچه کموي
د تاجکستان چارواکي وايي، په پام کې لري چې راتلونکی کال افغانستان ته د صادراتي برېښنا کچه له اوسنۍ هغې راکمه کړي. د چارواکو په خبره د راتلونکي کال لپاره د برېښنا اټکل شوې کچه چې افغانستان ته به صادره شي، يوازې يو نيم ميليون کېلواټه ده. د تاجکستان چارواکو ...
Read More »نړيوال بانک: د افغانستان اوسنی وضعيت ښايي د منځنۍ اسيا پر اقتصاد اغېز وکړي
نړيوال بانک په يوه تازه اقتصادي راپور کې چې نن چهارشنبه د (تلې په ۱۴مه) يې خپور کړی ويلي، ډېر احتمال شته چې په افغانستان کې روان مبهم امنيتي او اقتصادي وضعيت د منځنۍ اسيا هېوادونو پر اقتصاد هم اغېز وکړي. په راپور کې زياته شوې دا اندېښنې له دې ...
Read More »نيويارک ټايمز: افغان پوځ ته د امريکا ورکړل شوې وسلې پر پلورلو سربېره پاکستان ته قاچاق کېږي
نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امريکا له لوري افغان پوځ ته ورکړل شوې وسلې او مهمات، دامهال د افغانستان په ځينو بازارونو کې په ازاده توګه پلورل کېږي. دې ورځپاڼې ويلي، کندهار هغه ولايت دی چې په کې د امريکايي وسلو د پلورلو عمده او ازاد بازارونه موجود ...
Read More »د امريکايي او پاکستاني چارواکي د افغانستان مسئلې په اړه خبرې کوي
ټاکل شوې سبا د پنجشنبه د (تلې په ۱۵مه) د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيالې ميرمن ونډي شرمن په مشرۍ امريکايي هيئت د افغانستان وضعيت په اړه له پاکستاني چارواکو سره وګوري. د امريکا بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې به مخې، دغه پلاوی به د اکټوبر په ۷مه له نوي ...
Read More »د پاسپورټونو د وېش لړۍ رسما بيا پيل شوه
د اسلامي امارت چارواکو نن سېشنبه د (تلې په ۱۳مه) د يوې خبري ناستې په ترڅ کې د پاسپورت د وېش لړۍ له څه د پاسه يوه نيمه مياشت ځنډ وروسته بيا پېل کړه. د چارواکو په خبره، د پاسپورټ د وېش لړۍ به د کابينې له پرېکړې سره سم ...
Read More »اروپايي ټولنه: ازبکستان دې د افغانستان دوامداره سولې په تامين کې رول ادا کړي
په افغانستان کې وروستيو رامنځته شوي تحوولات چې نړۍ او د سيمې هېوادونه ترې بېلابېل برداشتونه لري، د يادو هېوادونو ترمنځ د بحث محور ګرځېدلی دی. تازه د اروپايي ټولنې او ازبکستان چارواوکو په تاشکند کې د افغانستان روان سياسي وضعيت او دغه راز له دې هېواد سره د بشري ...
Read More »نورزی: که د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د برېښنا پيسې ور نه کړل شي، کابل به تپه تياره شي
د افغانستان برېښنا شرکت مخکينی رئيس داوود نورزی وايي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له ترلاسه کولو سره د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا له درکه، د منځنۍ اسيا يو شمېر هېوادونو قرضداری دی او اړتيا ده چې اسلامي امارت ياد قرضونه بېرته ورکړي. نوموړي له ...
Read More »عادله راز: د افغانستان په اړه د امريکا پر سياستونو افغانان بېباوره دي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانۍ استازې عادله راز وايي، له افغان حکومت سره د امريکا وروستي چلند ته په پام سره افغانان د راتلونکي په اړه د امريکا پر سياستونو بې باوره شوي. نوموړې له اکسيوس امريکايۍ ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ويلي، ښايي د افغانستان په ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس