Home » افغانستان (page 217)

افغانستان

شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو په دوام سره دوه کسه نور هم وژل شوي

د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، په ياده سيمه کې د ځوانانو او قومي مشرانو هدفي وژنو روز اخيستی او په دې ترڅ کې تازه دوه تنه نور هم په سپينوام او دته‌خېلو کې وژل شوي دي. دوی زياتوي، لومړۍ پېښه پرون يک‌شنبه د (تلې په ۱۸مه) په سپينوام کې ...

Read More »

بهرنيو چارو وزارت: امريکا سره د بشري مرستو او سياسي اړيکو په اړه سپينې خبرې شوي

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت پلاوي په دوحه کې د امريکا له پلاوي سره د افغانستان پر اړوندو مسئلو سپينې خبرې کړي او ياده ناسته د دواړو لوريو ترمنځ د تفاهم ښه فرصت بللی شوی دی. د ياد وزارت له لوري په دې اړه خپره شوې ...

Read More »

نړۍ ديني عالمان: کندز کې پر جومات شوې چاودنه جنايت دی

د اسلام ديني عالمانو نړيوالې ټولنې د کندز په يوه جومات کې پر لمونځ کوونکو شوې  چاودنه غندلې او دا پېښه يې د ټولو شرعي اصولو خلاف عمل او جنايت بللی. دې ټولنې نن يک‌شنبه د (تلې په ۱۸مه) په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، پر هر دول عبادت ...

Read More »

متقي: له امريکا سره په خبرو کې پر متقابلو همکاريو بحث شوی

د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي وايي، د امريکا او طالبانو د پلاويو ترمنځ په قطر کې د دوه اړخيزه همکاريو پر اېجاد او دوام باندې بحث شوی دی. نوموړي زياته کړې چې دواړو لوريو د همکاريو پيلولو په اړه د نظر يووالی درلود او په خبره يې ...

Read More »

ملګرو ملتونو امنيت شورا: د کندز خونړۍ چاودنې له عاملانو سره دې حساب وشي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د کندز ښار اړوند په سېداباد جومات کې شوې چاودنه غندلې او ټينګار يې کړی چې د يادې پېښې عاملان بايد ژر تر ژره تشخيص او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي. دې شورا په کندز کې ياد بريد چې شاوخوا ۱۵۰ تنو ته ...

Read More »

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د چاودنو دوام په دغلته د سولې او ثبات په اړه اندېښنې زياتوي

اروپايي ټولنې په کندوز کې د جمعې لمانځه پرمهال په جومات کې شوې چاودنه چې ۴۰ تنه په کې شهيدان او له سلو ډېر په کې ټپيان شول، غندلې او زياته کړې يې ده چې ورته بريدونه په افغانتسان کې د سولې او ثبات ټينګښت په اړه اندېښنې زياتوي. د ...

Read More »

ملګري ملتونه: نړيواله ټولنه دې د افغانستان اقتصاد له سقوط وژغوري

ملګري ملتونه وايي، دامهال په افغانستان کې د لوږې خطر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی او د ورته وضعيت دوام د افغانستان ټول بانکي او اقتصادي وضعيت سقوط کولی شي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فليپو ګراندي وايي، وړاندې له دې چې د افغانستان اقتصاد هم ...

Read More »

د طالبانو او مريکا پلاوي بيا په دوحه کې خپلمنځي خبرې کوي

روېټرز اژانس د امريکايي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک تر نيولو وروسته به نن شنبه د (تلې په ۱۷مه) او سبا یک‌شنبه په دوحه کې د امريکا او طالبانو د لوړې کچې پلاوي يو ځل بيا سره مخامخ خبرې وکړي. ...

Read More »

روسيه: د اړتيا پر مهال به د افغانستان او تاجکستان په مسئله کې د دوشنبې ملاتړ وکړي

روسيې که څه هم په وار وار د خبرو له لارې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د وروستيو راپورته شويو ناندريو د حل غوښتنه کړې، خو د دغه هېواد چارواکو تازه ويلي چې د اړتيا پرمهال د افغانستان په مقابل کې له تاجکستان څخه ملاتړ ته چمتوو دی. د روسيې ...

Read More »

بورېل: اړتيا ده چې اروپايي هېوادونه نورو افغان کډوالو ته هم پنا ورکړي

د اروپايي ټولنې بهرني سياست مشر جوزېف بورېل که څه هم له افغانستان څخه د کډوالو وتلو بهير په اړه اندېښنه ښودلې، خو ويلي يې دي چې د دوی وضعيت ته په پام سره دې اروپايي هېوادونه يو شمېر نورو افغان کډوالو ته هم پنا ورکړي. نوموړي دا څرګندونې پرون ...

Read More »